کووېډ-۱۹: نیو ساوت وېلز ایالت له بومي آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو د کرونا واکسین ترلاسه کړي

نن د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۷ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

Australian Wiradjuri elder been vaccinated

Source: AAP Image/Dan Himbrechts

مهم ټکي: 

  • د سره صلیب اداره له هغو کسانو سره مالي مرسته کوي چې لنډمهاله ویزې لري.
  • په وېکټوریا ایالت کې د ۱۲ ټولګیو زده کوونکي هم واکسین کېږي.
  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۲۲۰ نوې پېښې ثبت شوي.
  • په سویلي آسټرالیا او کوینزلنډ کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې.
نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۱۲۲۰ نوې پيښې ثبت شوي او  ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

په نیو ساوت وېلز ایالت کې تر دې دمه شاوخوا ۷.۵ میلیونه کسانو واکسین ترلاسه کړی. د دغه ایالت چارواکي له بومي آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د آسټرالیا د سره صلیب اداره له هغو کسانو سره د مالي مرستې اعلان کړی چې لنډمهاله ویزې لري او د کرونا ویروس محدودیتونو له کار څخه پاتې کړي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو شئ.

وېکټوریا

د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۲۴۶ نوې پيښې ثبت شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر ۱۷۸۶ ته رسېدلی دی.

د وېکټوریا ایالت چارواکي وايي هغو زده کوونکو ته چې په ۱۲ ټولګیو کې دي لومړیتوب ورکول کېږي ترڅو له آزموینو مخکې د فایزر واکسین ترلاسه کړي.

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي. د دغو پېښو له ډلې څخه ۶ کسان پداسې حال کې په ټولنه کې ګرځېدلي چې په کرونا اخته وه.

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه .
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:


شریکول
خپور شوی 7/09/2021 په 1:26pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS