د نيو ساوت ويلز ايالت له ۱۶ کلنو ډير عمر لرونکو کسانو ۴۷.۵ سلنه اوسيدونکي دوه ډوزه واکسين شوي.
له نن شپې څخه په Shepparton کې د کرونا ويروس بنديز لرې کيږي.
د اسټراليا پلازمينه د يو ډوز واکسين کوونکو شمير ۷۵ سلنې ته ورسيد
کوينزليند ايالت د کرونا وريوس هيڅ يوه مثبت پيښه نده ريکارډ کړې.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۲۵۹ نوې پيښې ريکارډ کړې.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې اغلې ګلاديس بريجيکليان وويل، ياد ايالت کې ۸۰ سلنه اوسيدونکي چې عمرونه يې له ۱۶ ډير دي د کرونا واکسين يو ډوز ترلاسه کړی.
اغلې د سيدني ښار لويديځ کې له اوسيدونکو وغوښتل چې د کرونا ضد واکسين ترلاسه کولو څخه دې نه په شا کيږي.
اغلې بريجيکليان وويل، هر وخت چې د نيو ساوت ويلز ۷۰ سلنه اوسيدونکي دوه ډوزه واکسين ترلاسه کړي نو له هغې وروسته بنديزونه لرې کوي.
ويکټوريا
ويکتوريا ايالت کې د کرونا ويروس ۴۲۳ نوې پيښې ريکارډ شوې او دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ويکټوريا ايالت Ballarat لوی ښار له نن شپې څخه له نوو بنديزونو سره مخ کيږي. ياد ښار کې کرفيو پرته نور ټول بنديزونه لګيږي.
پلازمينه کنبيرا
کنبيرا ښار کې د کرونا ويروس ۱۳ نوې پيښې ثبت شوې.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: