نيو ساوت ويلز ايالت کرونا ويروس له امله بيړنی حالت اعلان کړ

۲۳ جولای ۲۰۲۱: تاسو لپاره له ټول اسټراليا څخه د کرونا ويروس تازه معلومات.

NSW Premier Gladys Berejiklian and Chief Health Officer Dr Kerry Chant

NSW Premier Gladys Berejiklian and Chief Health Officer Dr Kerry Chant at a press conference to provide a COVID-19 update Source: AAP Image/POOL/Mick Tsikas

د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا مشرې ملي بيړنی حالت اعلان کړ.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان له فدرال حکومت څخه وغوښتل ترڅو دې د کرونا ويروس ځپل شوو سيمو ته د فايزر واکسين واستوي.

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس لږو پيښو ريکارډ کولو وروسته د ياد ايالت مشر وايي، اټکل نشي کولی چې کله به ياد ايالت کې محدوديتونه لرې شي.

فايزر واکسين ۱۲ څخه تر ۱۵ کلنو ماشومانو لپاره ومنل شو.


 

نيو ساوت ويلز

نيو ساوت ويلز د کرونا ويروس ۱۳۶ نوې پيښې ريکارډ کړې. يادو پيښو څخه ۵۳ يې داسې حال کې په ټولنه کې تګ راتګ کړی چې په کرونا ويروس اخته ول.

سيدني ښار کې يو کس کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نيو ساوت ويلز حکومت پر Cumberland او Blacktown قونسل چې پکې ګڼ شمير ښا ګوټي شامله دي نوي بنديزونه ولګول.

د يادو سيمو اوسيدونکي يوازې هغو کارونو لپاره له خپل سيمې نورو ځايونو ته سفر کولی شي د کومو نوم چې پدې ليسټ شامله وي.

Cumberland قونسل کې دا سيمې شامله دي

Auburn (part), Berala, Chester Hill (part), Fairfield (part), Girraween, Granville (part), Greystanes, Guildford, Guildford West, Holroyd, Homebush West (part), Lidcombe (part), Mays Hill (part), Merrylands, Merrylands West, Pemulwuy, Pendle Hill (part), Prospect (part), Regents Park (part), Rookwood, Smithfield (part), South Granville, South Wentworthville, Toongabbie (part), Wentworthville (part), Westmead (part), Woodpark and Yennora (part)

ويکټوريا

ويکټوريا ايالت بيا د کرونا ويروس ۱۴ نوې پيښې ريکارډ کړې او له نوو پيښو څخه ۴ يې داسې حال کې ټولنه کې تګ راتګ کړی چې دوی په کرونا ويروس اخته ول.

دا مهال ويکټوريا کې ۱۵۸ فعاله پيښې شتون لري.

دا مهال ويکټوريا ايالت کې د مثبتو پيښو ۱۹،۰۰۰ نږدې اړيکې کسان کورونو کې بند دي.

ويکټوريا ايالت کې د نوو پيښو د ځايونو ليسټ او نقشه. ويکټوريا ايالت کې به د لګول شوي محدوديتونه تر جولای مياشت ۲۷ نيټې پورې پر خپل ځای وي.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې له ټول اسټراليا څخه تازه معلومات

جنوبي اسټراليا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې يوازې يوه مثبته پيښه ريکارډ کړه او ياد ايالت کې ۲۳،۵۰۰ کسانو د کرونا ويروس معاينه کړې.

د کانټاس هوايي شرکت الوتکې خدمت کوونکی کرونا ويروس باندې اخته کيدو وروسته يې ۶ نورو سيمو ته سفرونه هم کړي.

اسټراليا کې له ۴۰ لږ عمر لرونکو ته به د فايزر واکسين سپټمبر او اوکتوبر مياشتو کې ورسيږي، بله خوا د اسټراليا طبي خواړو ادارې د فايزر واکسين کارول پر ۱۲ څخه تر ۱۵ کلونو تصويب کړ.


 

 

 


شریکول
خپور شوی 23/07/2021 په 3:52pm
اپډیټ شوی 23/07/2021 په 4:25pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS