نيو ساوت ويلز لومړي ځل لپاره د کرونا ويروس ۱۰۰۰ څخه ډيرې پيښې ثبت کړې
ويکټوريا ايالت ته لا ډير ۲۵ زره واکسينونه ورکړل شول.
د اسټراليا پلازمينه کې تړل شوو کاروبارونو سره د مرستې اعلان وشو.
کوينزليند ايالت بيا قرنطين لپاره يوه نوی ودانۍ جوړوي.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۰۲۹ نوې پيښې ثبت کړې.
نوو پيښو څخه ۳۷ يې داسې حال کې په ټولنه کې تګ راتګ کړی چې دوی په کرونا ويروس اخته ول.
بله خوا همدې موده کې ۳ کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې هيڅ واکسين شوي نه وو.
د نيو ساوت ويلز ايالت مشره ګلاديس بريجيکليان وايي، ټول هغو کسانو ته به بلې مياشت ۱۳ نيټې وروسته ازادي ورکوي کوم چې بشپړ واکسين شوي اوسي.
او بله خوا له هغو سيمو پرته چيرې چې د کرونا ويروس ډيرې پيښې ثبت کيږي نورو سيمو کې به تر ۵ کسانو پورې ۵ کيلو متری کې ميلې او يا نورو موخو لپاره راټوليدلی شي.
له يادې نيټې وروسته د کرونا ويروس مرکزي سيمو کې هم د کورنۍ غړي له يادې نيټې وروسته کولی شي راټول شي ولې دوی بايد شته قوانين پلي کړي.
ويکټوريا
ويکټوريا ايالت بيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۸۰ نوې پيښې ريکارډ کړې.
له نوو پيښو څخه ۴۱ يې داسې حال کې ټولنه يې تګ راتګ کړې چې ناروغه ول.
هغه کسانو چې ۴۰ کلونو څخه لږ عمر لري او مخکې يې د اسټرا زينيکا واکسين لومړی ډوز ترلاسه کړی وه هغوی ته دويم ډوز د فايزر واکسين ورکول کيږي.
د اسټراليا پلازمينه (کنبيرا)
کنبيرا ښار بيا د کرونا ويروس ۱۴ نوې پيښې ريکارډ کړې چې لدې سره ياد ايالت کې دا مهال ۱۹۰ فعاله کيسونه شتون لري.
کنبيرا کې کاروبارونه چې کاريګر لري کولی شي ۱۰،۰۰۰ دالرو مرسته ترلاسه کړي او بيا کاريګرو پرته کاروبارونه ۴۰۰۰ ډالر ترلاسه کولی شي.
کوينزليند
ياد ايالت قرنطين لپاره يوه نوې ودانۍ جوړوي ترڅو بهر څخه راغلي کسان هلته ځانګړې مودې لپاره قرنطين کړي.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: