د کووېډ-۱۹ تازه معلومات: نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۴۵ نوې پېښې ثبت شوي او سویلي آسټرالیا کې قرنطین پای ته رسېږي

د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۲۶ : په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Signs of AstraZeneca and Pfizer Covid-19 vaccines outside a doctors surgery in the lower north shore suburb of Lane Cove in Sydney

Signs of AstraZeneca and Pfizer Covid-19 vaccines outside a doctors surgery in the lower north shore suburb of Lane Cove in Sydney, Monday, July 26, 2021. Source: AAP Image/Mick Tsikas

مهم ټکي: 

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کورنیو د غړو یو ځای کېدل د کرونا وېروس د پېښو د زیاتوالي اصلي لامل دی.
  • په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا ۱۴۵ پېښې ثبت شوي‌ او په فییر فیلډ کې کمې پېښې ثبت شوي.
  • تراوسه پورې په وېکټوریا ایالت کې د محدودیتونو د پای په اړه پرېکړه نده نیول شوې.
  •  سویلي آسټرالیا کې قرنطین پای ته رسېږي.
نیو ساوت وېلز

په نیو ساوت ویلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۴۵ نوې پېښې ثبت شوي . خپرې شوې شمېرې ښيي چې د سیدڼي په فییر فیلډ سیمه کې د کرونا پېښې کمې شوي.

تر اوسه پورې نده معلومه چې په سیډني ښار کې به محدودیتونه څخه وخت پای ته ورسېږي. تېره اوونۍ په سیدني ښار کې د لګول شوي قرنطین پر خلاف زرګونه کسانو په لاریون پورې کړی وه. د پولیسو مشر میک فولر ټولو هغو کسانو ته چې غواړي یو ځل بیا روانه اوونۍ په لاریون لاس پورې کړي خبرداری ورکوي

 د نیو ساوت ویلز ایالت روغتیایی چارواکي له ټولو خلکو څخه غواړي ترڅو واکسین ترلاسه کړي. د سیډني‌ ښا اوسېدونکي اوس کولای شي‌ له یو شمېر درملتونونو څخه هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

په  نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو .

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۱ نوې پېښې ثبت شوي. ټولې نوې‌ پېښې د کرونا وېروس د ډلټا له ډول څخه دي او په یاد ایالت کې د ټولو فعالو پیښو شمېر ۱۹۰ ته رسېدلی.

ټاکل شوې ترڅو په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۵ قرنطین سبا د سه شنبې په شپه پای ته ورسېږي، مګر مسئولنیو تر اوسه پورې دغه خبره نده تائید کړې.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي :

  • د کوینزلنډ ایالت په سویل ختیځو سیمو کې د ماسک اغوستل جبري دي. د کرونا وېروس د ثبت شویو پېښو د ځایونو 
  • په سویلي آسټرالیا کې قرنطین پای ته رسېږي، مګر ځینې محدودیتونه په خپل ځای پاتې کېږي.
  • اوسمهال په آسټرالیا کې د کرونا وېروس ۲۱۱۷ فعاله پیښې شتون لري.
  • په آسټرالیا کې اوسمهال د کرونا وېروس ۲۱۱۷ فعاله پېښې شتون لري.
 


شریکول
خپور شوی 26/07/2021 په 3:41pm