- Hunter Valley region سيمه باندې له نن ماښام ۵ بجو وروسته بنديزونو لګول کيږي.
- برزبن ښار کې ټولې نوې پيښې له تيرو پيښو سره تړلي دي.
- ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس نوې پيښې ثبت شوې او د يوې پيښې منبع معلومه نده.
- د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نيو ساوت ويلز ايالت ته اعضافي د فايزر واکسين ورکولو اعلان وکړ.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۶۲ نوې پيښې ريکارډ کړې.
په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسانو هم کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۴ مړه شوو کسانو د کرونا ويروس ضد هيڅ واکسين نه وو ترلاسه کړی او بيا يو کس يوازې د اسټرازينيکا واکسين يو ډوز اخيستی وه.
له نن ۵ بجو وروسته د نيو ساوت ويلز Newcastle, Lake Macquarie, Maitland, Port Stephens, Singleton, Dungog, Muswellbrook ، Cessnock سيمې له نوو بنديزونو سره مخ کيږي او د يادو سيمو اوسيدونکي بايد په کورونو کې پاتې شي او يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلی شي. دا بنديز به د اګيست د مياشت تر ۱۳ نيټې پورې پر خپل ځای وي.
د نيو ساوت ويلز ايالت روغتيا مشره ډاکټره کيري چانټ وايي، د Armidale او Dubbo سيمې فاضله اوبو کې د کرونا ويروس موندل شوی او د يادې سيمې اوسيدونکي بايد د کرونا ويروس معاينه وکړي.
نيو ساوت ويلز ايالت چارواکي له اوسيدونکي په کلکه غواړي چې واکسين وکړي.
کوينزليند
کوينزليند ايالت بيا په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۶ نوې پيښې ريکارډ کړې چې ټولې نوې پيښې له پخوانيو سره تړلي دي، معنی داچې منبع د ويروسونو معلومه ده.
د ياد ايالت مرستيال سټيون مايلس وايي، له نوو پيښو څخه ۱۲ ټول وخت خپلو کورونو کې بند ول.
دا مهال کوينزليند ايالت کې ۷۹ فعاله پيښې موجود دي او دا روښانه نده چې ايا ياد ايالت کې به بنديزونه د اګيست مياشت پر ۸ نيټه ختم شي او که نه.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې له ټول اسټراليا څخه تازه معلومات
ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ نوې پيښې ريکارډ کړي. په نوو پيښو کې يوه ښوونکې هم شامله ده کوم چې ناروغۍ دوران کې يې ټولنه کې وخت تير کړی.
سکاټ موريسن اعلان وکړ چې نيو ساوت ويلز ايالت ته به راتلونکو دوو اونيو کې ۱۸۰،۰۰۰ د فايزر واکسين ورکړي.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: