- د نيو ساوت ويلز ايالت لا ډيرې سيمې له سختو محدوديتونو سره مخ شوې.
- ملبورن ښار کاروبارونو لپاره د لا ډيرو مرستو اعلان وشو
- د اسټراليا پلازمينه له نن ۵ بجو ماښام څخه له نوو محدوديتونو سره مخ کيږي.
- جنوبي اسټراليا اوسيدونکي کولی شي کوينزليند ته پروازونو له لارې سفر وکړي.
نيو ساوت ويلز
نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۴۵ نوې پيښې ريکارډ کړې او له نوو پيښو څخه ۶۰ يې داسې حال کې چې په کرونا ويروس اخته ول.
په تيرو ۲۴ ساعتونو کې دوه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
Bogan, Bourke, Brewarrina, Coonamble, Gilgandra, Narromine, Walgett,Warren ښارګوټي هم نوو محدوديتونو سره مخ شول.
Bayside, Burwood, Strathfield سيمو باندې نوي بنديزونه ولګيدل او د يادو سيمو اوسيدونکي يوازې خپل سيمې څخه ۵ کيلو متره لرې سفر کولی شي.
د ۵ کيلو مترو سفر کولو بنديز پر ۱۲ لويو ښارګوټو لګول شوي.
ويکټوريا
ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲۱ نوې پيښې ثبت کړې.
څلور پيښې له پخوانيو پيښو سره اريکې نه لري او منبع معلومولو هڅې روانې دي.
ويکټوريا ايالت کې کرونا ويروس له امله زيانمن شوو کاروبارونو لپاره د مرستو اعلان وشو.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا نورو ښارونو معلومات
د اسټراليا پلازمينه (کنبيرا) يو کال وروسته د کرونا ويروس يوه پيښه ريکارډ کړه او له نن څخه پيل ياد ښار يوې اونۍ لپاره وتړل شو.
کوينزليند ايالت کې ۱۰ نوې پيښې ريکارډ شوي او ټولې پيښې له پخوانيو سره اړيکې لري معنی داچې منبع يې معلومه ده.
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: