مهم ټکي:
- د نیو ساوت وېلز ایالت مشره وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
- په وېکټوریا ایالت کې د ریکارډ په کچه نوي خلک واکسین ترلاسه کوي.
- د کوینزلنډ ایالت نوي اخته شوي کسان د ناورغۍ پرمهال په قرنطین کې وه
د آسټرالیا د درملو د کنټرول ادار د مډرنا واکسین ته هم د تطبیق اجازه ورکړه
نیو ساوت وېلز
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس۳۵۶ نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي چې له دغې ډلې څخه دریمه برخه اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت ویل ایالت په بېرون شایر، رچمند والي ، لیزمور او بالینا په محلي حکومتي سیمو کې هم قرنطین وضع شوی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري.
په وېکټوریا ایالت کې د ریکارډ په کچه نوي خلک واکسین ترلاسه کوي. د ویکټوریا ایالت د روغتیا وزیر، مارټین فولي وايي چې راتلونکې میاشت کې د کرونا واکسین لپاره ۳۳۳ زره کسانو بوکینګ کړی دی
تېره ورځ د وېکټوریا ایالت مشر، ډنیل انډریوز اعلان وکړ چې د ددغه ایالت په اطرافي سیمو کې قرنطین د آګست ډ میاشتې په ۱۰ نېټه پای ته رسېږي.
په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۳ نوې پېښې ثبت شوي.
- ټاکل شوې ترڅو د مډرنا واکسین ۱۰ میلیونه ډوزه د روان کال تر پایه آسټرالیا ته راوړل شي. او ۱۵ میلیونه نور د راتلونکي کال تر نیمایي پورې آسټرالیا ته رواړل کېږي.
- قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
NSW and
VIC , and
ACT and
NT and
QLD and
SA and
TAS and
WA and
خبر او معلومات تاسې په ۶۰ ژبو لدې ځايه ترلاسه کولی شئ.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: