د کرونا ويروس تازه معلومات: په ملبورن ښار کې قرنطین د یوې بلې اوونۍ لپاره وغځول شو

د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ ۱۱: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Health staff monitor people after receiving a COVID-19 vaccination at the Royal Exhibition Building in Melbourne,

Health staff monitor people after receiving a COVID-19 vaccination at the Royal Exhibition Building in Melbourne, Tuesday, August 10, 2021. Source: AAP Image/Daniel Pockett

مهم ټکي: 

  • د نیو ساوت وېلز ایالت په ډبو سیمه کې قرنطین وضع شو
  • په وېکټوریا کې د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي
  • کنز د پلان مطابق له قرنطین څخه وځي

وېکټوریا 

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو ثبت شویو پېښو سره تړاو لري. 

د نویو ثبت شویو پېښو له ډلې څخه د ۵ په اړه څېړنې روانې دي.

تېره ورځ د ویکټوریا ایالت د روغتیا وزیر، مارټین فولي وویل چې راتلونکې میاشت کې د کرونا واکسین لپاره ۳۳۳ زره کسانو بوکینګ کړی دی او ډېر خلک غواړي‌واکسین ترلاسه کړي.

د وېکټوریا ایالت مشر، ‌ډنیل انډریوز نن سهار اعلان وکړ چې په ملبورن ښار کې محدویتونه د آګسټ د میاشتې په ۱۹ نېټه پای ته رسېږي.

په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ: 

نیو ساو وېلز

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس۳۴۴ نوې پېښې ثبت شوي دي. د روغتیا برخې چارواکي وايي‌ چې له دغې ډلې څخه  ۶۵  اخته کسان سره لدې چې په کرونا اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

د نیو ساوت ویل ایالت په ډبو سیمه کې هم قرنطین وضع شو. تېره ورځ‌ د نیو ساوت ویل ایالت په بېرون شایر، رچمند والي ، لیزمور او بالینا په محلي حکومتي سیمو کې د قرنطین اعلان شوی وه.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو  شئ. 

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

  • په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۴ نوې پېښې ثبت شوي چې د کرونا وېروس له پخوانیو پېښو سره اړیکه لري.
  • په کنز او یرامبا سیمو کې نن ۴ بجې قرنطین پای ته رسېږي
 

 

 

 


شریکول
خپور شوی 11/08/2021 په 2:56pm
اپډیټ شوی 11/08/2021 په 3:26pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS