- د آسټرالیا د فدرالي حکومت د روغتیا وزیر، ګرېګ هنټ وايي چې دغه هېواد به خپلې پولې د ډیسمبر پر ۱۵ نېټه د نړیوالو محصلینو، کارګران او بشردوستانه ویزو درلودونکو کسانو پرمخ خلاصوي.
- شاوخوا ۵ میاشتې وروسته کوینزلنډ خپلې پولې د نیو ساوت وېلز او وېکټوریا ایالت د اوسېدونکو پرمخ پرانیستلې .
- شاوخوا یو نیم میلون آسټرالیایان کولای شي د کرونا ویروس دریم ډوز (بوسټر شاټ) ترلاسه کړي.
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې د اومیکرون ډول ۹ نوې پېښې ثبت شوي.
د کرونا وېروس شمېرې:
په ویکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۱۲۹۰ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۵۳۶ نوې پېښې ثبت شوي.
د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې ۳ او په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس یوه نوې پېښه ثبت شوې.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:
د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه: