د اسټراليا ملي کابينې چهارشنبې په ورځ پريکړه وکړه چې ټول هغه کسان چې د کوويډ-۱۹ چټکې معاينې (rapid antigen test) پايله يې مثبت وي اړ ندي ترڅو د ( PCR ) معاينه وکړي او په اوږدو کتارونو کې ودريږي.
ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ايالتونو کې کوويډ-۱۹ له امله روغتون کې د بستر شوو کسانو شميرې ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دي.
نيو ساوت ويلز کې ۱۶۰۹ کسان، ويکټوريا ايالت کې ۶۳۱ او په کوينزليند کې ۲۸۴ کسان روغتون کې درملنې لاندې دي.
ويکټوريا ايالت کې ټول هغه کسان چې د کرونا ويروس چټکه معاينه يا (rapid antigen test) کوي او که د معاينې پايله مثبت وي نو بايد هغه د ويکټوريا ايالت حکومت سره انلاين فورمې، ټليفون او يا ويبپاڼې له لارې شريک کړي.
نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس ۳۴،۹۹۴ نوې پيښې او ۶ کسانو مړينه ثبت کړه.
ويکټوريا ايالت بيا ۲۱،۹۹۷ نوې پيښې او ۶ کسانو مړينه ثبت کړه.
کوينزليند ايالت ۱۰،۳۳۲ نوي پيښې او ۱ کس مړينه ثبت کړه.
تازمانيا ايالت ۷۵۱ نوې پيښې ثبت کړې.