کووېډ-۱۹: د آسټرالیا حکومت اعلان کړی چې له اکټوبر میاشتې‌ څخه خلکو ته د واکسین پاسپورټ ورکول کېږي

نن د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر د میاشتې ۸ نېټه ده. د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

A member of the public scans a QR code to check into a seafood store in Bankstown, Sydney, Wednesday, September 8, 2021. (AAP Image/Bianca De Marchi) NO ARCHIVING

A member of the public scans a QR code to check into a seafood store in Bankstown, Sydney, Wednesday, September 8, 2021. Source: AAP Image/Bianca De March

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۱۴۸۰ نوې پېښې ثبت شوي.
  • له شیپرټن سیمې پرته د وېکټوریا په اطرافي سیمو کې محدودیتونه کم شوي.
  • له راتلونکې میاشت څخه د آسټرالیا اوسېدونکو ته د کرونا واکسین پاسپورټ ورکول کېږي.
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د ۱۲ ټولګیو له زده کړیالانو د واکسین ترلاسه کولو غوښتنه شوې
نیو ساوت وېلز 

د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس ۱۴۸۰ نوې پيښې ثبت شوي او ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مړه شویو کسانو له ډلې څخه ۷ تنو واکسین نه وه ترلاسه کړی.

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي د دغه ایالت ۷۵ سلنه اوسېدونکو لږترلږه د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی دی او ۴۵ سلنه اوسېدونکو بیا د کرونا دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړی.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو شئ.

وېکټوریا

 ایالت چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ايالت کې د کرونا ويروس۲۲۱ نوې پيښې ثبت شوي چې ۹۸ یې په پخوانیو پېښو سره تړاو لري.

په وېکټوریا ایالت کې تر دې دمه ۶۰ سلنه کسانو لږترلږه د کرونا واکسین یو ډوز ترلاسه کړی. وروسته له هغه چې په وېکټوریا ایالت کې ۷۰ سلنه کسانو د کرونا لږترلږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي، په ملبورن ښار کې به محدودیتونه کم شي.

د آسټرالیا مرکزي سیمه 

د آسټرالیا په مرکزي‌ سیمه کې د کرونا وېروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوي. له دغې ډلې څخه ۹ پیښې له پخوانیو سره اړیکه لري.

د آسټرالیا مرکزي سیمه لومړنۍ سیمه ده چې له ۸۰ سلنه زیات داسې کسان په کې واکسین شوي چې  له ۷۰ کلونو لوی عمرونه لري. 

 د هغو ځاینونو په اړه معلومات چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ‌ او که نه .
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:


شریکول
خپور شوی 8/09/2021 په 6:56pm
اپډیټ شوی 8/09/2021 په 6:59pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS