د کرونا ويروس تازه معلومات: چارواکي غواړي ترڅو د کرونا ډېرې معاینې ترسره شي او د کرونا واکسین تطبیق هم زیات شي

د ۲۰۲۱ کال، د آګسټ اولسمه: په آسټرالیا کې د کرونا وېروس په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

Jeshi la Ulinzi la Australia

Maafisa wa jeshi la Australia, wawasaidia watu walio enda kupokea chanjo katika kituo cha chanjo cha Qudos Bank Arena, NSW. Source: AAP Image/Bianca De March

مهم ټکي:

  • په نیو ساوت وېلز ایالت کې ډیر اخته کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري
  • د وېکټوریا ایالت مشر غواړي ډېر خلک معاینه شي
  • د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا ۱۷ نوې پېښې ثبت شوي
  • د آسټرالیا په شمالي سیمه کې د کرونا هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې
نیو ساوت ویلز

د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت  کې د کرونا وېروس ۴۵۲ نوې پېښې ثبت شوي او یوې ۷۰ کلنې ښځې د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د اخته کسانو له ډلې څخه ۵۰ کسان پداسې حال کې چې اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.

.د سیډني ښار هغو ۱۲ سیمو ته چې زیات کسان په کې کرونا اخته دي ، د کرونا واکسین ۵۳۰ زره ډوزه ورکول کېږي

د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده. نوموړې له هغو کسانو څخه چې تر ۷۰ کلونو ډېر عمرونه لري غوښتنه کوي ترڅو واکسین ترلاسه کړي.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس واکسین د مرکزونو  شئ. 

وېکټوریا

په وېکټوریا ایالت کې  د کرونا وېروس ۲۴ نوې پېښې ثبت شوي چې ۳ پیښې یې له پخوانیو سره تړاو نلري.

په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي. 

په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ:


 

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:

 


 


شریکول
خپور شوی 17/08/2021 په 3:34pm
لخوا SBS/ALC Content
سرچینه: SBS