مهم ټکي:
- د سیډني ښار په غربي او سویل لویدیځې سیمو کې وضعیت د اندېښې ور دی
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې د کرونا وېروس ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي
په کوینزلند او شمالي سیمې کې هېڅ نوې پېښه نده ثبت شوې
نیو ساوت وېلز
آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۶۳۳ نوې پېښې ثبت شوي او دریو کسانو د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اخته کسانو له ډلې څخه ۶۲ کسان پداسې حال کې چې اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
د نیو ساوت وېلز ایالت چارواکي وايي چې د آکسټ له ۱۹ ڼېټې څخه هغه کسان کې چې د ۱۶ او ۳۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د سیډني ښار هغو ۱۲ سیمو کې ژوند چې ډېر خلک په کې اخته دي کولای شي د فایزر واکسین ترلاسه کړي.
نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي چې روغتیایي لارښونو ته نه پاملرنه د پېښو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده. نوموړې له هغو کسانو څخه چې تر ۷۰ کلونو ډېر عمرونه لري غوښتنه کوي ترڅو واکسین ترلاسه کړي.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۲۴ نوې پېښې ثبت شوي چې۴ پیښې یې له پخوانیو سره تړاو نلري.
اخته کسانو له ډلې څخه ۶ کسان پداسې حال کې چې اخته وه په ټولنه کې ګرځېدلي دي.
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس قرنطین د سپټمبر د میاشتې تر ۲ نېټې پورې ثبت شوي.
په وېکټوریا کې د واکسین د مرکزونو لیست دلته لیدلی شئ:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د آسټرالیا په نورو سیمو کې څه پېښ شوي:
- د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس ۲۲ نوې پېښې ثبت شوي چې ۴ پېښې یې له پخوانیو سره اړیکه نلري
د اګسټ د میاشتې له ۲۰ نېټې څخه د کوینزلنډ ایالت په کینز او یرابا سیمو کې قرنطین پای ته رسېږي
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه:
د کرونا ويروس محدوديتونو لګولو وروسته له کاريګرو او کاروبارونو سره پيسو مرستې لپاره لا ډير معلومات له ايالتونو لينکونو څخه ترلاسه کړئ: