مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې ۶۷ سلنه خلکو خپل لومړی ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.
- د آسټرالیا په مرکزي سیمې کې قرنطین د سپتمبر د میاشتې تر ۱۷ ڼېټې پورې ِغځول شوی.
سویلي آسټرالیا د شمالي سیمو او کوینزلنډ د مسافر لپاره محدودیتونه له منځه وړي دي.
نیو ساوت وېلز
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا ويروس ۱۱۶۴ نوې پيښې ثبت کړې او ۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت مشره، ګلادیس بریجیکلین وايي په دغه ایالت کې نږدې دویمه حصه بالغه کسانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی. تمه کېږي چې تر اکتوبر میاشت پورې به د آسټرالیا ۷۰ سلنه اوسېدونکي د کرونا وېروس دواړه ډوزه واکسین ترلاسه کړي.
د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا وزیر، بریډ هزرد له خلکو غوښتنه کوي ترڅو د آسټرا زنیکا واکسین ترلاسه کړي ځکه د فایزر واکسین د ټولو خلکو لپاره کافي نده.
وېکټوریا
په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۷۶ نوې پېښې ثبت شوي. له دغې ډلې څخه ۳۱ پېښې له پخونیو پېښو سره هېڅ اړیکه نلري.
په وېکټوریا ایالت کې ډیری اخته کسان له ۴۰ کلونو کم عمرونه لري او تر دې دمه ۸۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د آسټرالیا مرکزي سیمه
د آسټرالیا په مرکزي سیمه کې د کرونا وېروس۱۳ نوې پېښې ثبت شوي او د ټولو فعاله پېښو شمېر ۲۴۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د هغو ځاینونو په اړه معلومات چې د کرونا وېروس پېښې په کې ثبت شوي. که چېرې غواړئ پوه شئ چې واکسین ترلاسه کولای شئ او که نه .
قرنطين، سفر، معاينې کلينيکونه او وبا ناورين پيسو مرستې.

Source: ALC
قرنطين او د معاينې چارې د اسټراليا ايالتونو او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.
تاسې خپل ايالتونو ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.
- , , , , , ,
- کوويډ-۱۹ لپاره واکسين ترلاسه کولو لپار پر خپل ژبه معلومات ترلاسه کړئ .
- د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.
په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس
د اسټراليا ايالتونو او سيمو کې د کرونا ويروس معاينې مرکزونه: