کرونا په آسټرالیا کې: د ۵ او ۱۱ کلونو ترمنځ ماشومان اوس کولای شي د کوویډ-۱۹ واکسین ترلاسه کړي

د آسټرالیا په ایالتونو او سېمو کې د کرونا وېروس په اړه د نن ورځې (د جنورۍ ۱۱) وروستي‌ مالومات (معلومات) دلته لوستلی شئ.

La vaccination est ouverte pour les enfants de 5 à 11 ans.

Source: AAP Image/Bianca De Marchi

  • په آسټرالیا کې د ۵ او ۱۱ کلونو ترمنځ ماشومان اوس کولای شي د کرونا وېروس واکسین ترلاسه کړي.
  • د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن اعلان کړی چې د نوې تګلارې پر اساس هغه کسان چې په کرونا ویروس له اخته شخص سره نږدې پاتې شوی اوسي، مګر په یوه مهمه برخه کې کار کوي، د کرونا واکسین یې ترلاسه کړی اوسي او نښې نښانې نلري، کولای شي بېرته خپل کار ته ستون شي.
  • په کوینزلنډ ایالت کې ماشومان د جنورۍ د ۲۴ نېټې پرځای د فبرورۍ په ۷ نېټه کار ته ستانه کېږي.
  • په نیو ساوت ویلز ایالت کې ۲۰۳۰ کسان په روغتون کې دي.
  • په وېکټوریا ایالت په روغتونونو کې د کرونا وېروس د ناروغانو شمېر له ۷۵۲ کسانو څخه ۸۱۸ کسانو ته رسېدلی دی.
  • په کوینزلنډ ایالت کې ۴۱۹ کسان په روغتونونو کې بستري دي  او ۲۱ کسان تر جدې څار لاندې دي.
  • د وېکټوریا ایالت د روغتیا وزیر مارټن فولي اعلان کړی چې د دغه ایالت په ځینو کاري برخو کې به د کرونا وېروس دریم ډوز ترلاسه کول جبري شي.
  • د نیو ساوت ویلز ایالت حکومت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د عاجل انتي جن ټست پایلې هم د سرویس نیوساوت ویلز اپ له لارې ثبت شي.

د کرونا وېروس شمېرې:

  • په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیو ساوت وېلز ایالت کې د کرونا وېروس ۲۰۲۹۳ نوې پېښې ثبت شوي‌ او ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
  • په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳۴۸۰۸ نوې پېښې ثبت شوي او ۲ نویو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
  • په کوینزلنډ ایالت کې د کرونا وېروس ۹۵۸۱ نوې پېښې ثبت شوي  چې په دغو شمېرو کې  Rapid Antigen Test د  معاینې پاېلې هم شاملې دي.
د قرنطين، محدودیتونو، د آزمایښت کلینیکونو او وبا پرمهال د مالي مرستې په اړه معلومات:

د قرنطين او کرونا وېروس د معاينې چارې د آسټراليا ايالتي او سيمه ايزو حکومتونو لخوا پر مخ وړل کيږي.

د کرونا وېروس په اړه خبرونه او معلومات په ۶۰ ژبو ترلاسه کولای شئ.

تاسو د خپلو ايالتونو د ويبپاڼو له لارې له ډير معلومات له لاندې لينګونو څخه ترلاسه کولی شئ.

  • د نيو ساوت ويلز څو کلتوريز وغتيا اړيکو خدمتونو ته چي ژباړل شوي لدې لينک له لارې لاسرسی ومومئ.

په ايالتونو او ښارونو کې د کرونا ويروس

د آسټراليا په ايالتونو او سيمو کې د كرونا ويروس د آزمایښت مرکزونه:


شریکول
خپور شوی 10/01/2022 په 4:13pm