د کرونا ويروس بنديز: کوم حالت کې له کوره بهر وتلی شئ؟

اسټراليا کې دريم درجه بنديز لګيدلی او چارواکي د ټولنيز واټن سخت قوانين پلي کوي. ډيري اسټراليايان د نوو قوانيو پر وړاندې ګيچ دي، تاسو ته مو دا هر څه روښانه کړي ترڅو له درنو جريمو سره مخ نشئ.

NSW Police officers ask a family to move on while on patrol at Rushcutters Bay park in Sydney.

NSW Police officers ask a family to move on while on patrol at Rushcutters Bay park in Sydney. Source: AAP

اسټراليا کې له خلکو غوښتل شوي ترڅو د کرونا ويروس وبا حالت کې خپلو کورونو کې اوسي ولې نوو بنديزونو ځيني پوښتنې پيدا کړي او خلک سوال کوي چې کله له کوره بهر وتلی شي.

پدې وروستيو کې ټولنيزو رسنيو کې  ځيني انځورونه او ويډيوګانې خپرې شوي چې پکې پوليس ښودل کيږي چې پارکونو کې له خلکو غواړي ترڅو دې ورزش نه کولو حالت له پارکونو څخه بهر شي. پوليس د ټولنيز واټن قانون پلي کوي ترڅو د کرونا ويروس خپريدو مخه ونيسي.

د چارواکو پيغام دادی، له ډير ضروري کار پرته له کوره بهر مه وځئ چې پدې کې کار ، ښوونځي ته تګ، د کور ضروري توکو پلورل، روغتيا خدمتو او ورزش شامله دي.

نيو ساوت ويلز کې داخلي او هم بيروني ځايو کې يواځې يو وخت کې دوه کسان راټوليدلی شي.

د يو کورنۍ غړي چې په يو کور کې اوسيږي او هم نږدې فاميلي کسان بيا د دوو کسانو محدوديت څخه معاف دي.

د اسټراليا بيلابيل ايالتونه بيا دا قوانين له يو بل څخه جلا پلي کوي، کوم چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي

دا هر څه مو تاسو ته روښانه کړي.
NSW Police officers ask people to move on at a park in Sydney.
NSW Police officers ask people to move on at a park in Sydney. Source: AAP

آيا خپل د ژوند ملګري يا پارټنر کور ته تللی شم که مونږ سره يوځای ژوند نه کوو؟

 

 د اسټراليا ټولو ايالتونو کې خلک کولی شي چې خپل پارټنر ليدو ته لاړ شي او دا د پالنې چوکاټ کې راځئ

آيا زه پارک ته تللی شم؟

اسټراليايان اوس هم اجازه لري ترڅو پارک ته لاړ شي ولې د لوبې ځايونه تړل شي

د ويکټوريا ايالت وايي، پارک ته تګ سره بايد يو کس هلته لږ وخت تير کړي.

ولې بيا نيو ساوت ويلز کې پوليس له خلکو غوښتي ترڅو ورزش نه کولو سره بايد له پارک څخه بهر او خپلو کورونه ته لاړ شي.

د نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو کميشينر مايک فولر وايي، که تاسې پدې شک کې يې چې ايا بهر لاړ شئ او که نه نو ښه ده چې کور کې پاتې شئ.
آيا له رستورانتونو او کافي شاپ څخه خواړه اخيستلی شم؟

تاسې کولی شئ چې له بهر څخه خواړه واخلئ او د ټولنيز واټن قوانين مراعت کړي.

له بهر څخه د خوړو اخيستلو وروسته خپل کور ته لاړ شئ او يواځې کور کې بيا دا خواړه خوړلی شئ.

 

آيا زه اوسني حالت کې کډه کولی شم؟

کوينزلين ايالت پرته نورو ټولو ايالتونو کې تاسې کولی شئ چې کډه وکړئ. يوازې کويزليند ايالت کې بايد له کوره ګډه کولو لپاره اجازه وغواړی.

له کوره بهر وتلو مناسب دليل کوم دی؟

نيو ساوت ويلز ايالت کې چارواکو ۱۶ دلايل وړاندې کړي د کوم له مخه چې تاسې له کوره بهر وتلی شئ.

پدو کې خواړه، توکي او يا خدمات پيرل (اخيستل)  ماشومان مو وړکټون ته وړل، کار ته تلل، واده يا جنازې کې ګډون لپاره تګ، د کور انتقال، بيړني حالاتو کې او هم وينې ورکولو لپاره له کوره بهر وتلی شئ.

پدې کې حقوقي خدمتونه ترلاسه کول، عامه خدمتونه لکه سينټر لينک او يا کورني تاوتريخوالي لپاره مرسته ترلاسه کول او يا که څوک ويره لري چې کور کې ورته خطر دی نو دې شرايطو کې له کوره بهر وتلی شي.

لا نور معلومات لاندې لينکونو څخه ترلاسه کړی.
.د اس بي اس شبکې ۶۳ ژبو باندې تاسو ته اړين معلومات په يو ځای کې راغونډ  کړي

sbs.com.au/coronavirus

اسټراليا کې بايد کسان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او له دوو کسانو ډير يو وخت کې نشي راټوليدلی.

د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي

د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.

که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.

که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

 

 


شریکول
خپور شوی 3/04/2020 په 8:00pm
لخوا Tom Stayner.