اسټراليايي ساينس پوهانو د کرونا ويروس پر سطو پاتې کيدو د ژوندي پاتې کيدو مودې څيړنه کړې او څيړنې موندلې چې ياد ويروس ستاسو پر موبايلونو او کاغذي پيسو تر ۲۸ ورځو پاتې کيدلی شي.
د اسټراليا د ساينس ملي ادارې يا CSRIO نوې څيړنه کې موندلي، د کرونا ويروس په سوړ يا يخ موسم کې ډير عمر کوي او هم هغه سطحې چې نرمې وي او هوارې وي پر هغو ډير وخت ته پاتې کيږي.
دا څيړنه نن (دو شنبې) په ورځ خپره شوه، يادې څيړنې موندنې دا هم ويلي، د کرونا ويروس پر کاغذي پيسو له پلاستيکو پيسو ډير وخت ته پاتې کيږي. د کرونا ويروس ا زکام ويروس پر پرتله ۱۰ ورځې ډير پر سطحو پاتې کيږي.
لدې وړاندې نورو ساينس پوهانو بيا د کرونا ويروس ژوندي پاتي کيدو موده لږه ښودلې وه.
د CSIRO دارې مشرې لاري مارشال وويل، د نوې څيړنې موندنو سره هيوادونو کولی شي ترڅو د کرونا ويروس مخنيوي لپاره خپل اټکل په سمه توګه وکړي او د ټولنې غړو ترمينځ د ياد ويروس ليږد مخنيوی وکړي.
د يادې څيړنې موندنې دا څرګندوي ترڅو سطحې منظم ډول سره پاکې او خلک خپل لاسونه په صابون پريمينځي.
د زکام يا انفلوينزا ويروس پر سطحو تر ۱۷ ورځو پاتې کيږي.
د نوې څيړنې موندنې ښايي، د کرونا ويروس ګرمه هوا کې ډير وخت لپاره ژوندی پاتې کيږي.
اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي.
خپل ايالتونو کې محدوديتونه معلومه کړئ. که زکام ورته نښې لرئ، کور کې پاتې شئ او د کرونا ويروس معاينه وکړئ. دا معاينه خپل ډاکټر له لارې او يا د کرونا ويروس شميرې ته په ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميره زنګ ووهئ.
په ۶۳ ژبو د کرونا ويروس معلومات ترلاسه کړئ.