د اسټراليا او چين دوه اړخيزي اړيکې ورځ تر بلې خرابيدو حال کې دي او دواړه هيوادونه خپل سخت دريځ څخه نه په شا کيږي.
اسټراليا پرله پسې د کرونا ويروس خپلواکې پلټنې غوښتنه کوي ولې بله خوا چين هيواد وايي د يادې پلټنې غوښتنه سياسي موخو لپاره ده.
اسټراليا له امريکا وروسته د يادې خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه ولې د چين فشارونو سربيره خپل له دريځ څخه په شا نشو او ۶۲ هيوادونو له اسټراليا سره لاس يو کړ چې پدې هيوادو کې روسيه، اندونيزيا، هند، جاپان، انګلستان او کاناډا شامله ول.
د لومړنيو ۶۲ هيوادونو سر بيره ۵۴ افريقايي هيوادونو هم د اسټراليا لدې غوښتنې ملاتړ وښود او د کرونا ويروس هر اړخيزې پلټنې غوښتنه يې وکړه.
د کرونا ويروس برخه کې د خپلواکې پلټنې غوښتنې ته لا دمخه د اوروپايي ټولنې ۲۷ هيوادونو خپل ملاتړ څرګند کړی وه او د هغوی ترڅنګ، برازيل، جنوبي کوريا، مکسيکو، ترکيه او نيوزيليند هيوادونه هم د اسټراليا تر شا ودريدل.
د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې ماريس پاين ويلي، دا ښه شو اوس اسټراليا سربيره ډير هيوادونه غواړي ترڅو دا پلټنه وشي.
" دا ملاتړ ښايي چې ډيري هيوادونه د کويډ-۱۹ له امله ځپل شوي او د پلټنې غوښتنه کوي. کرونا ويروس ۳۰۰ زره کسان وژلي او بله خوا ميليونونه کسان خپل کارونه له لاسه ورکوي. د نړۍ يو ګوډ څخه بل ګوډ پورې اقتصاد له بحران سره مخ دی، نو همدې لپاره داچې دا هر څه ولې او څنګه پيښ شول دې ټولو معلومولو لپاره ډيرو هيوادونو سره غږ يو کړی."
داچې د يادې پلټنې پايلې معلوميدو وروسته څه کيږي اغلې پاين وايي، له وخت څخه مخکې د يادې پلټنې پايلو په اړه څه ويل نه غواړي.
اغلې وايي، د پايلو وروسته پر اړينو ګامونو به خبرې وشي او له هغې وروسته به پريکړه وشي ولې مهمه داده چې ډيري هيوادونه دا پلټنه غواړي.
د يادو ټولو هيوادونو په قطعنامه کې د کرونا ويروس پر وړاندې د نړۍ غبرګون خپلواکې پلټنې غوښتنه شوې، پدې پلټنې کې د چين هيواد نوم ندی ذکر شوی ولې د اسټراليا لخوا پر يادې پلټنې فشار اچول چين هيواد قهر کړی او د اسټراليا دې عمل بدل کې يې له څلورو اسټراليايي غوښو کمپنيو څخه د غوښې واردول بند کړي او پر اسټراليايي اوربشو يې ۸۰ سلنه ماليه لګولې.
نن شپه به ۱۱۶ هيوادونه د پلټنې قطعنامه نهايي کړي.
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د يادې پلټنې شاته د ډيرو هيوادونو ملاتړ ترلاسه کول يو ښه ګام بولي ولې ښاغلی وايي، د کرونا ويروس پيدا کيدو اصلي ځای موندل اصلآ د بحث او پلټنې موضوع نده، ولې د لومړي وزير يادو څرګندونو سره بيا هم د چين هيواد بهرنيو چارو وزير وانګ يي وايي، د نړۍ هيوادونه د کرونا ويروس وبا سياسي کول غواړي.