د جمهوریت له سقوط وروسته، طالبانو پر افغان میرمنو یو زیات شمېر محدودیتونه لګولي دي. اوسمهال په افغانستان کې ښځې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نلري او په یو زیات شمېر دولتي او غېر دولتي سازمانونو کې د کار حق هم نه ورکول کېږي.
د محدودیتونو په دوام سره طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې سینګارتونونه هم تړلي دي. طالبان وآيي، په سینګارتونونو کې داسې خدمات وړاندې کېږي چې د شریعت خلاف دي او د زوم د کورنۍ لپاره اقتصادي ستونزې زیاتوي.
د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې افغان مېرمنو د جولای میاشتې پر ۱۹ نېټه په کابل کې لاریون ترسره کړ او غوښتنه یې داوه چې له دغه کار سره ډیری کورنۍ بې عایده پاتې شي.
' د ځان وژنې فکرونه'
ډاکټر نوریه مهرابي د سټارټس (STARTTS) په ادارې کې لوړ پوړې کلینیکي ارواپوهه او روزونکې ده. هغه وايي، د تاریخ په اوږدو کې افغان میرمنو "د پام وړ رول" لوبولی او په ټولنه کې "مهمه مرسته کوونکې" وې.
آغلې مهرابي وايي، اوسني شرایط د دې لامل شوي ترڅو افغان میرمنې د هویت، غرور او کرامت له ژور زیان سره مخ شي او دغه کار د ټولنیزې انزوا او رواني روغتیا لکه اضطراب او خپګان لامل شوي دي.
هغه وايي: "دې وضعیت افغان میرمنې په ټولنه کې د خپل حیثیت له لاسه ورکولو له امله د ځان وژنې له خطر، ځان ته د کم عزت احساس، له لاسه ورکولو او خپګان سر مخ کړي، ځکه دوي نور د طالبانو په نارینه واکمن حکومت کې نه لیدل کېږي او نه شتون لري."
"سربیره پردې، ډیری افغان میرمنو خپل عاید له لاسه ورکړی، په ځانګړې توګه هغه چې د خپلو کورنیو لپاره یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې دي، (او) دوی د ژوندي پاتې کیدو له بنسټیزو کارونو سره مبارزه کوي، چې د دوی رواني روغتیا او د ځان وژنې خطر نور هم خرابوي."
" دفزیکي او رواني روغتیا ملاتړ ته د لاسرسي نشتوالی د دوی فزیکي او رواني هوساینه نوره هم خرابوي."
مریم په کابل کې د یوه سینګارتون مالکه ده او له تېرو دوو کلونو راهیسې په دغه صنعت کې کار کوي.
مریم چې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه خواشینې ده وايي، طالبان د ښځو د کار خلاف دي او د سینګارتونونو د بندولو لپاره هېڅ بل دلیل شتون نلري.
هغه وايي: "موږ دغه فرمان په ټولنیزو رسینو کې ولیده او فکر مو وکړ چې جعلي دی. مګر راتلونکې ورځ یو مسئول کس زموږ سینګارتون ته راغلی او ویي ویل چې دا فرمان رښتیا ده."
"کله چې دا فرمان صادر شو، په سینګارتون کې انجونو نه غوښتل نور کار وکړي او داسې ورځ نه وه چې ژړا ونکړي."
"طالبان پدې پوهېږي چې دا محیط یواځې د ښځو لپاره دی او سړي د ورتګ اجازه نلري. په تېر کې به زومان د خپلې ناوې لپاره داخل ته ننوتل، مګر د طالبانو له راتګ وروسته زومانو هم داخل ته د ننوتلو اجازه نه لري."

The closure of beauty salons across Afghanistan as of 25 July will severely impact the mental health and well-being of women, according to Dr Mehraby. Source: AP / Rahmat Gul/AP
هغه وايي:"موږ دمخه اوریدلي چې په ټول هیواد کې به تر ۶۰ زره پورې میرمنې عاید له لاسه ورکړي. زه باور لرم او په هیواد کې د بشري ناورین په پام کې نیولو سره، دا به د لسګونو زرو کورنیو په ژوند کې د پام وړ اغیزه ولري."
"هر وخت چې موږ فکر کوه چې دا به په اقتصاد او ټولنه کې د ښځو د حقونو د محدودولو وروستی فرمان وي، نو یو څه نوی راڅرګند شي."

Mohib Iqbal, President of the Afghan National Council Australia. Source: Supplied
د اداره د مختلفو کلتورونو او ژبو له خلکو سره د رواني روغتیا په برخه کې مرسته کوي.