Breaking

د نيوزيلند پر دوو جوماتونو ترهګر بريدګر ته عمري بند سزا واورول شوه

اسټراليايي بريدګر برينتون تارانت چې تير کال يې نيوزيليند هيواد کې پر دوو جوماتونو بريد وکړ او ۵۱ مسلمانان يې ووژل د محکمې لخوا ورته عمري بند سزا واورول شوه.

Survivors celebrate with supporters outside the High Court in Christchurch, New Zealand.

Survivors celebrate with supporters outside the High Court in Christchurch, New Zealand. Source: AAP

هغه ترهګر چې د نيوزيلند کرايس چرچ ښار کې يې پر دوو جوماتونو بريد وکړ او لسګونو مسلمانانو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله د کوم ضمانت پرته په عمري بند محکوم شو.

دا د نيوزيلند هيواد تاريخ کې لومړي ځل لپاره يو کس ته ترهګري عمل ترسره کولو لپاره عمري بند سزا واورول شوه.

روانه اونۍ دريو ورځو لپاره د يادو بريدونو قربانيانو له ترهګر او قاتل سره مخامخ شول او د محکمه کې د هغه شتون سره نوموړي ته د زړونو خبرې واورولې.

 تير کال د نيوزيليند کرايس چرچ ښار پر جوماتونو بريد کې يو شمير افغانانو هم خپل ژوندونه له لاسه ورکړي ول.

د قربانيانو کورنيو غړو او هم له يادو بريدونو څخه روغ پاتې افغانانو پر جوماتونو بريدګر ته مخامخ سختې ويناوې وکړې او يادو ويناوو ته په رسنيو کې پراخ پوښښ ورکړل شول.

نيوزيلند کې قاضي کاميرون ماندير نن د پنجشنبې په ورځ محکوم شوي ترهګر ته سزا واوروله او قاضي وويل،  "دا ستونزمنه ده چې تيرو  هر يو شيطاني وژنې ته وکتل شي، ولې ته نه يوازې قاتل يې بلکې يو ترهګر هم يې."

قاضي کميرون وويل، " ستا ګناه دومره ډيره ده که چيرې تاته عمر قيد سزا هم درکړل شي او زندان کې مړ شې بيا هم دا سزا ستا جرمونو ته بسنه نه کوي."
Survivors gesture outside the High Court in Christchurch, New Zealand.
ناجون من هجوم كرايستشيرش مبتهجون بالحكم أمام المحكمة العليا النيوزلندية Source: AAP
په لومړيو کې بريدګر او پر خپل جرمونو اعتراف نه کاوه ولې وروسته يې د ۵۱ کسانو پر وژنه، د ۴۰ نورو وژنۍ قصد لرل او يو ترهګريز عمل باندې يې اعتراف وکړ.


بريدګر پر دوو جوماتونو د بريد حال په ژوندۍ بڼه پر ټولنيزې رسنۍ خپروه.

د تير کال بريد قربانيانو د اسټراليايي ترهګر عمري زنداني کيدل ځانته برۍ ګڼلی.

شریکول
خپور شوی 27/08/2020 په 2:22pm
اپډیټ شوی 27/08/2020 په 6:35pm
سرچینه: AAP, SBS