په ټاکنو کې له بریا وروسته د لیبر ګوند مشر، کریس منز د "نوي پیل" ژمنه وکړه

د آسټرالیا په فدرالي ټاکنو کې له بریا شاوخوا ۴ میاشتو وروسته، لیبر (کارګر) ګوند د نیو ساوت وېلز ایالت ټاکنې هم وکټلې. د ټاکنو د پایلو له رسمي اعلان وروسته به، د لیبر ګوند مشر، کریس منز د نیو ساوت وېلز ایالت د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

A man and a woman celebrating

Labor leader and Premier-elect Chris Minns, čelnik Laburističke stranke i novoizabrani premijer Novog Južnog Walesa sa suprugom Annom na proslavi izbornih rezultata Source: AAP / Dean Lewins

مهم ټکي:
  • د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبرال ګوند مشر، دومینیک پیروټیټ تېره شپه (۹ بجې) د لیبر ګوند له مشر کریس منز سره په خبرو کې په ټاکنو کې ماته منلې ده.
  • لیبر ګوند د حکومت د جوړولو لپاره ۴۷ څوکیو ته ضرورت لري. شنونکي وايي، لیبر ګوند به شاوخوا ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي.
  • د تېرې ورځې (د مارچ ۲۵مې) په ټاکنو کې لیبر ګوند، له لیبرال څخه یو شمېر مهمې څوکۍ د سیډني په غرب کې ګټلي دي.
  • دومینیک پېروټېټ له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر وه او تمه یې درلوده ترڅو ټاکنې وګټي.
تېره ورځ د نیو ساوت وېلز ایالت په ۹۳ ټاکنیزو حوزو کې ټاکنې ترسره شوې ترڅو د دغه ایالت اوسېدونکي پارلمان لپاره خپل استازي و ټاکي. په ټاکنو کې رای اچونه د مازدیګر پر ۶ بجو پای ته ورسېده او تر هغه وروسته د رایو شمېرنه پیل شوه.

د رای شمېرنې بهیر له پیل لږ ځند وروسته، د ټاکنو شنونکو وړاندوینه وکړه چې لیبر ګوند به ټاکنې وګټي، د شپې پر ۹ بجو د لیبرال ګوند مشر، ډومېنیک پېروټېټ د لیبر ګوند له مشر ښاغلي کریس منز سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ماته ومنله او تر هغې وروسته، کریس منز خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
له ټاکنو وروسته د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبر ګوند مشر، کریس منز خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال وویل چې لیبر ګوند "بیرته راغی او حکومت کولو ته چمتو دی."

ښاغلي منز په خپلو خبرو کې د نیو ساوت وېلز د لیبرال ګوند او د دغه ایالت له مشر ښاغلي ډومېنیک پېروټېټ څخه د هغه د خدمتونو لپاره مننه وکړه او د ټاکنو د کمپاین بهیر یې و ستایه.

"زه فکر کوم چې دا ټاکنیز کمپاین بې له شکه د درناوي او مدنيت نمونه وه."

"فکر کوم چې دا په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ د سمې لارې لپاره یوه بیلګه کیدی شي."
د آسټرالیا لومړي وزیر، انتوني البنیزي د نیو ساوت وېلز د ټاکنو پر ورځ په سیډني کې حضور درلود ترڅو په خپله سیمه کې د لیبر ګوند نوماند ته رایه ورکړي.

ښاغلي البنیزي، له ټاکنو وروسته د لیبر ګوند مشر، کریس منز د وینا په تالار کې شتون درلود او د ښاغلي مینز په اړه یې وویل: "د هغه لید هغه دی چې تل یې خلک په زړه کې لري."
د ټاکنو د کمپاین پرمهال هم انتوني البنیزي څو ځایه له ښاغلي مینز سره یو ځای لیدل شوی، مګر د لیبرال ګوند مشر، پیټر ډټن حضور د ټاکنو د کمپاین پرمهال کمرنګه بلل شوی دی.

په فدرالي پارلمان کې د لیبر ګوند غړي، کریس بوون خبریالانو ته ویلي چې ښاغلي مینز "په بشپړ ډول عالي کمپاین" پرمخ وړی.

"هغه به د کارګر [ګوند د پخوانیو لومړي وزیرانو] نیویل وران او باب کار په څیر یو مهمه لوموړی وزیر وي."
تر دې دمه له ۵۰ سلنه زیاتې رایې شمېرل شوي او د نورو رایو شمېرنه دوام لري.

شمېرل شوې رایې ښيي چې لیبر (کارګر) ګوند له لیبرال څخه مهمې څوکۍ ګټلي دي.

سره لدې چې د رایو شمېرنه نده بشپړه شوې، تر دې دمه لیبر ګوند ۴۷ څوکۍ او لیبرال ګوند ۲۷ څوکۍ ترلاسه کړي.

د ټاکنو د برخې شنونکي وايي، لیبر ګوند ممکن ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي.
ډومېنیک پېروټېټ ماته ومنله

د رای اچونې بهیر له پای دری ساعته وروسته، د شپې پر ۹ بجو د لیبرال ګوند مشر، ډومېنیک پېروټېټ د لیبر ګوند له مشر ښاغلي کریس منز سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ماته ومنله.

ښاغلي پېروټېټ خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال د نیو ساوت وېلز ایالت له اوسېدونکو وغوښتل ترڅو د هېواد د ګټې لپاره له ښاغلي مینز څخه ملاتړ وکړي.

"زه په نیو ساوت وېلز ایالت کې له ټولو غوښتنه کوم چې تاسو هر څه سیاسي لید لرئ، د هغه ترشا ودرېږئ، ځکه چې کله نیو ساوت وېلز ښه شي، زموږ هیواد ښه پرمخ ځي."
NSW STATE ELECTION
NSW Premier Dominic Perrottet with his wife Helen Perrottet and daughter Celeste arrive to cast their votes on NSW state election day. Source: AAP / AAP
دومینیک پېروټېټ له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر وه او تمه یې درلوده ترڅو ټاکنې وګټي.

نوموړي‌ خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال وویل چې د خپل ګوند د ناکامۍ پړه پر خپله غاړه اخلي او له خپل ګوند له ریاست څخه لرې کېږي.

"دا خورا روښانه ده چې موږ نوي پیل ته اړتیا لرو."
NSW STATE ELECTION
NSW Premier Dominic Perrottet (far left) and his wife Helen Perrottet (second left) voting on NSW state election day, in the seat of Epping, in Sydney, Saturday, March 25, 2023. Source: AAP / AAP
د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان دوه جرګې لري چې د دغه ایالت د استازو او سنا (مشرانو) جرګو په نومونو یادېږي.

د نیو ساوت وېلز د استازو (ولسي جرګه) ۹۳ غړي لري. هر هغه ګوند چې په دغې جرګې کې ۴۷ څوکۍ ترلاسه کړي، کولای شي راتلونکی حکومت جوړ کړي.

شریکول
خپور شوی 26/03/2023 په 12:58pm
اپډیټ شوی 26/03/2023 په 2:21pm
سرچینه: AAP