د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې خبري کنفرانس دوران کې وويل، ف کرونا ويروس وبا پر وړاندې دې د چين هيواد کړنې وڅيړل شي او که چيرې چين ملامت وي نو د شوو تاوانو جبران دې وکړي.
له چين وروسته اسټراليايي چارواکو هم ورته دريځونه غوره کړي. د اسټراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټون تيره اونۍ پر چين هيواد غږ کړی وه ترڅو دې د کرونا ويروس وبا په اړه معلوماتو ورکولو کې ريښتينی اوسي.
د پيټر ډاټون او بهرنيو چارو وزيرانو همداسې څرګندونو د چين هيواد قهر راوپاروه او اسټراليا کې يې خپل سفارت له لارې حکومت ته ګوتڅنډنې وکړې.
د اسټراليا حکومت خزانه دار جوش فريدينبيرګ وايي، د چين لخوا د اسټراليا کورنيو چارو وزير باندې بريد ناسم او غير عادلانه دی.
چين هيواد ويلي، د اسټراليا کورنيو چارو وزير د امريکا طوطي په توګه خبرې کوي.
د چين سفارت وياند ويلي، "اسټراليا کې د چين سفارت وايي، د کورنيو چارو وزير به له امريکا څخه ځيني لار ښوونې ترلاسه کړې وي او له امريکا سره د چين خلاف تبليغاتو سپارښتنه به ورته شوې وي."
" امريکايي چارواکو تيره اونۍ ادعا وکړه چې د کرونا ويروس خپريدو په اړه ځيني اسناد لاس کې لري، پيټر ډاټون يادې خبرې ته په اعشارې وويل. چين بايد معلوماتو ورکولو کې شفافيت ولري.

Australia is pushing for an independent investigation into the spread and origins of the coronavirus pandemic. Source: AAP
ښاغلي نهه ټلويزيوني شبکې سره خبرو دوران کې وويل، زه له چين څخه ډير څه نه غواړم، که چيرې کرونا ويروس اسټراليا کې پيدا شوی وای له مونږ به هم ورته غوښتنه کيده.
د اسټراليا کورنيو چارو وزير د امريکا ادعا شوي اسناد ندي ليدلي.
اسټراليا کې د چين سفارت وياند وايي، د اسټراليايي سياستوال له وخت څخه مخکې د امريکا په ګټه خبرې کوي او د ياد هيواد طوطي جوړيږي.
د چين سفارت وياند په وينا، د اسټراليايي سياستوالو کړنې د هغوی نا پوهي او جهالت څرګندوي او دا هم ښايي چې دوی خپلواک ندي او د نورو امرونه پوره کوي.
لدې وړاندې د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې مارسين پاين ويلي ول چې د کرونا ويروس رامينځته کيدو اصلي لامل معلومولو لپاره دې يوه خپلواکه پلټنه وشي، کوم چې د چين کمونستي نظام ريښتينوالی يې تر پوښتنې لاندې راوست.
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند، ماريس پاين ځواب کې وويل، چې اغلې د امريکا به ساز ګډا کوي.

Foreign Minister Marise Payne speaks to the media during a press conference at Parliament House in Canberra. Source: AAP
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د چين انديښنو خلاف د کرونا ويروس په اړه د نړيوالې پلټنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي وويل، لدې سره پر چا نيوکه نه کوو بلکې دا روغتيا سره تړلې مهمه مسله ده او ځيني مسايل روښانه کول غواړو.
د کرونا ويروس وبا چې د چين هيواد واهان ښار څخه پيل او نړۍ ته خپره شوه، د چين هيواد ريښتينوالی يې تر پوښتنې لاندې راوستی.

Prime Minister Scott Morrison says it's too early to tell what the health impacts are of easing restrictions. Source: AAP
ولې چين وايي، چې دوی په وخت ياد ويروس په اړه ټول معلومات د روغتيا نړيوالې ادارې ته رسولي او هم يې له نړيوالې ټولنې سره د ياد ويروس مخنيوي برخه کې مرسته کړې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که چين هيواد د يادې وبا شاته لاس ولري نو له کلکو غبرګونو سره به مخ شي.