د چين هيواد د لويديځ خلکو هغه ادعا ردوي کوم چې وايي، ياد هيواد د کرونا ويروس په اړه سم او پر وخت معلومات له نورو سره ندي شريک کړي.
امريکا پر چين هيواد دا تور هم پورې کوي چې کرونا ويروس په اړه معلوماتو پټولو لپاره يې د روغتيا نړيواله اداره کارولې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ويان ژو ليجيان ويلي، د وهان ښار مړو شمير دوه برابره ښودل اصل کې د کرونا ويروس چټکۍ سره خپريدو له وجې شميرنه سمه نه وه ترسره شوې.
کله چې چينايي چارواکو د وهان ښار مړينې شمير ته يو ځل بيا کتنه وکړه نو ۱۲۹۰ اعضافي مړينې پيښې ريکارډ شوې.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ويروس وبا پر وړاندې د چين هيواد پر مبارزې شک څرګندوينيت باندې شک لري.
د امريکا شک هغه وخت د ډيرو پام ځانته واړوه کله چې د وهان ښار د ۱۲۹۰ ډيرو مړو شمير خپور کړ او د پخوا مړو کسانو شمير دوه برابره يې جوړوه.
وهان ښار کې اوس د ۳۸۶۹ کسانو مړينې خبر ورکړل شوی چې بيا ټول چين کې دا شمير ۴۶۳۲ ته لوړ شو.
وهان کې چارواکي د مړو کسانو لږ شمير خپرولو شاته بيلابيلې وجې بيانوي ولې تر ټولو لويه وجه يې ياد ښار کې چټکۍ سره د کرونا ويروس خپريدل او رپوټ ورکولو برخه کې ځيني نيمګړتياوې يادوي.
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، د وبا حالت کې په شميرو کې ستونزې پيدا کيدل شوني وي.
ولسمشر ټرمپ هم د ډيرو نيوکو لاندې دی، پر نوموړي لومړيو کې د کرونا وبا جدي نه نيولو تور دی ولې بله خوا ټرمپ هم پر روغتيا نړيوالې ادارې تور پورې کوي چې د چين هيواد پر شميرو او معلوماتو يې ډير باور درلود.
روانه اونۍ ټرمپ پر روغتيا نړيوالې ادارې د ناسم مديريت له امله د پيسو مرستې بنديز ولګاوه.
چين وشو کولی خپل هيواد کې د کرونا ويروس وبا له سختو بنديزونو وضع کولو سره کنټرول او له مينځه يوسي، چين هيواد يو وخت کې وهان بيا نږدې ۵۰ ميليونه چينايان قرنطين کړل او دا ټول يې مخکې لدې چې ياد ويروس نورې نړۍ ته خپور شي ترسره کړل.