د وېکټوریا ایالت د روغتیا برخې مرستیاله او پروفیسوره ډېب فرېډمن وایي، ډیری خلک د بېزو چیچک په ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ ندي.
هغه وايي: "دا به تقریبا ناممکنه وي ترڅو یو چا ته په لاس ورکولو سره څوک د بېزو په چیچک اخته شي او زه فکر نه کوم چې دا پیښ شي. زه فکر نه کوم چې دا د نړۍ په کوم ځای کې پیښ شوي وي."
"دا په عامه ټرانسپورټ کې د سفر پرمهال نه انتقالېږي. دا به په ناڅاپي ډول د یو چا په تیریدو سره انتقال نشي. او دا له چا سره د ډوډۍ خوړلو پرمهال نه انتقالېږي."
مګر کارپوهان او حکومتونه خلکو ته وړاندیز کوي ترڅو له اخته کسانو سره مستقیم تماس څخه ډډه وکړي.
د بیزو چیچک (Monkeypox) څرنګه خپرېږي؟
د روغتیا نړیوال سازمان لخوا خپاره شوي معلومات ښیي چې ۹۸ سلنه اخته کسان داسې نارینه دي چې له بل نارینه سره یې جنسي اړیکه ټینګه کړې.
پروفیسور فریډمن پدې باور ده چې په آسټرالیا کې هم دې ته ورته حالت دی او ډیری اخته کسان داسې خلک دي چې له خپل همجنسه سره یې اړیکه ټینګه کړې.
خو دا پدې معنی نده چې نور پرې نشي اخته کېدای.
د متحده ایالاتو د درملو د کنټرول او مخنیوي مرکز لخوا خپاره شوي معلومات ښيی چې د بیزو چیچک ویروس د مستقیم تماس له لارې انتقالېږي.
مستقیم تماس لکه د خولې، د شا یا مخې لخوا جنسي اړیکه له داسې شخص سره چې د بیزو په چیچک اخته اوسي.
د مستقیم تماس نور ډولونه داسې دي لکه غېږ کې نیول، ښلکول او مساج ترلاسه کول.
حامله ښځه هم کولای شي وېروس خپل نوي ماشوم ته انتقال کړي.
څرنګه د بیزو چیچک (Monkeypox) مخنیوی کېدای شي؟
د روغتیا برخې متخصصین له خلکو څخه غواړي ترڅو له اخته کسانو سره، مستقیم تماس څخه ډډه وکړي.
همدا راز له ناروغه او مړه شویو حیواناتو سره تماس ونه نیول شي.
د آسټرالیا حکومت وايي هغه خلک چې احتمالي یا تایید شوی وېروس ولري باید سمدلاسه ځان جلا کړي تر هغه چې ټول ټپونه یا زخمونه روغ شوي نه وي او د پوستکي تازه طبقه جوړه شوې نه وي.
دا معمولا له دوو څخه تر څلورو اونیو پورې وخت نیسي
که چېرې یو اخته کس نشي کولای ځان جلا کړي نو باید ماسک واغوندي.

Source: AP
پروفیسور فریډمن وایي هغه کسان چې د بیزو په چیچک اخته اوسي، پکار نده ترڅو ماسک واغوندي.
هغه وایي: " هغه کسان چې د بیزو په چیچک د اخته کیدو خطر لري، دا مشوره ورکول کېږي ترڅو واکسین شي ترڅو د ناروغۍ مخه ونیسي."
" بشپړ کورس یې دوه دوزه دي چې لږترلږه د یوې میاشتې په فاصله کې ورکول کیږي. واکسین د بیزو چیچک په مخنیوي کې خورا اغیزمن دي."
څوک کولای شي د بیزو چیچک (Monkeypox) واکیسن ترلاسه کړي؟
آسټرالیا د چیچک ناروغۍ ۴۵۰ زره دریم نسل واکسینونه ترلاسه کړي چې ۲۲ زره ډوزه یې هېواد ته را رسېدلي دي.
د واکسین د کموالي له امله اوسمهال په ایالتونو او سیمو کې لاندې ډلې واکسین ترلاسه کولتی شي:
د همجنسبازانو د ټولنې غړي
په اچ آی وي ویروس اخته کسان
هغه کسان چې له اخته کسانو سره نږدې اړیکه لري
هغه آسټرالیایان چې فکر کوي په شرایطو برابر دي کولای شي له خپل فامیلي ډاکټر سره په تماس شي.
په ویسټرن آسټرالیا کې خلک کولای شي له دریو کلینیکونو څخه واکسین ترلاسه کړي.
د تزمانیا اوسېدونکې د روان کال په ورورستیو کې کولای شي واکسین ترلاسه کړي.
آیا هغه کسان باید واکسین شي چې پخوا په چیچک ناروغۍ اخته شوي؟
پرفیسور فریډمن وايي آسټرالیا په ۱۰۰ کلونو کې د چیچک کومه پېښه نده ثبت کړې او له ۱۹۷۰ کلونو یې د چیچک واکسین چارې بندې کړي. ممکن له هغو کسانو څخه کوم کس په چیچک اخته شوی اوسي چې له بهر څخه راغلي وي.
د معلوماتو لپاره په خپل ایالت کې مسئولې ادارې سره په اړیکه کې شئ.
نیو ساوت وېلز: 1800 451 624
وېکټوریا: 1800 013 952; 03 9257 0100
کوینزلنډ: 13 HEALTH (13 43 25 84)
لویدیځه آسټرالیا : metro callers 61 8 9227 6178, country callers 1800 198 205
سویلي آسټرالیا: 1300 883 793, country callers 1800 188 171
تزمانیا: 1800 671 738
مرکزي آسټرالیا: (02) 5124 2184
شمالي سیمه: 8922 8888