د اسټراليا ځينو ځانګړو ځواکونو لخوا په افغانستان کې ادعا شوو جنګي جنايتونو قربانيانو لپاره د عدالت غوښتنه

د آسټرالیا ترټولو غوره او په مډالونو نازول شوی سرتيری بین رابرټس سمیت افغانستان کې ادعا شوو جنګي جنايتونو قضيه وبايلله. دا په اسټراليا کې په تيرۍ يوې پيړۍ کې تر ټولو مهمه او جنګي جنايتونو سره اړوند قضيه بلل کيږي. د اسټراليا دې سرتيرۍ چې ملکې تر ټولو معتبره مډال (ويکټوريا کراس) لري ادعا کيږي چې په افغانستان کې ګڼو بې ګناه افغانانو په وژنه تورن دی. محکمه کې د قضيې بايللو وروسته اوس قرباني شوو افغانانو ته د عدالت او تاوان غوښتنه کيږي.

australian_troop_afghanistan2_B_aap_110406_132648211
د استرالیا د پوځ پخوانی سرتیری بین رابرټس سمیت د سیډني ښار په فدرالي محکمه کې د دریو ورځپاڼو او دریو ژورنالیستانو خلاف د بدنامۍ قضیه وړاندې کړې وه.
نوموړي په ياده قضيه کې ادعا کړې وه چې دده خلاف افغانستان کې د بې ګناه افغانانو وژنو تورونه پورې شوي او ګڼو رسنيو ناسم رپوټونه خپاره کړي. ښاغلي سميت ويل چې نوموړی بې ګناه دی.

د يادې قضيې پلټل يو له خورا مهمو او ډير لږښت لرونکو قضيو څخه شميرل کيږي.

قاضي انتوني بیسانکو د تيرې اونې پنجشنبې په ماسپښین پریکړه وکړه، چې درې ورځپاڼو - د سیډني مارنینګ هیرالډ ، ایج او کینبرا ټایمز - او ژورنالیستان نیک مکینزي ، کریس ماسټرز او ډیویډ ورو د اسټراليا ځانګړي لوړ رتبه سرتيري بين رابيرټس سميت بدنامي نده کړې.

په مډالونو نازول شوی دا سرتيرۍ د افغانستان ماموريت دوران کې په ځينو جنګي جنايتونو تورن دی او محکمې دوران کې د هغه نورو همکارانو هم د هغه پر جرمونو شاهدي ورکړې.

د اسټراليا درې لويو ورځپاڼو ( د سیډني مارنینګ هیرالډ ، ایج او کینبرا ټایمز) په کال ۲۰۱۸ کې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو له جنګي جنايتونو څخه پرده پورته کړه. د يادو ورځپاڼو خلاف ځانګړو ځواکونو پخواني سرتيري بين رابټس سميت محکمې ته د بدنامۍ شکايت وړاندې کړ.
قاضي بیسانکو د ښاغلي رابرټس-سمیت لخوا د بدنامې وړاندې شوې قضيه هم واوروله او دا يې وويل چې د يادو ورځپاڼو لخوا ليکل شوې مقالې په حقايقو باندې ولاړې وې او نوموړي دا وموندله چې د جنګي جرمونو ځینې خورا جدي تورونه د پام وړ ریښتیا دي.

ښاغلی رابرټس سمیت شپږ ځله افغانستان ته استول شوی و:

۲۰۰۶، ۲۰۰۷، دوه ځلې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د افغانستان واک بيرته ترلاسه کړ او په هماغه کال اسټراليا هم خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه بهر کړل.

ولې بین رابرټس سمیټ د بدنامۍ لپاره دعوی وکړه؟

ښاغلی رابرټس-سمیت د اسټراليا ځانګړو ځواکونو SAS د قطعې پخوانی کارپورال دی.

د استرالیا تر ټولو ویاړلی سرتيری چې دا مهال ژوندی دی همدا بين رابرټس سميت دی.
نوموړي ته د استرالیا تر ټولو لوړ پوځی مډال، ویکتوریا کراس او همدارنګه د زړورتیا مډال هم ورکړل شوي.

د هغه کيسه او نظامي کالي د اسټراليا د جګړې ياد مرکز کې نندارې ته ايښودل شوي.
People standing behind television cameras outside
A press pack awaits the verdict outside the federal court in Sydney. Source: SBS / Lucy Murray
بين رابيرټس سميت خلاف يوه ادعا دا هم وه چې هغه "یو بې وسلې او بې دفاع افغان ملکي وګړی وژلی و، هغه يې له لوړې څوکې څخه لاندې غورځولی وه او بيا خپل قوماندې لاندې عسکر ته امر کړی وو چې په ډزو يې ووژني."

ایا بین رابرټس-سمیت په جنګي جرمونو محکوم شوی؟

ښاغلی رابرټس-سمیت په کوم جرمي جرم نه دی محکوم شوی او وايي چې بې ګناه دی.

د ښاغلي رابرټس-سمیت لخوا راوړل شوې قضیه د مدني بدنامۍ محاکمه وه نه جنایي محاکمه، همدا وجه ده چې د محکمې وروستۍ پريکړه کې د کومې جنایي موندنې یا سزا پایله نده وړاندې شوې.

قاضي بیسانکو حکم وکړ چې رسنيو خلاف د ياد سرتيري د بدنامۍ ټولې وړاندې شوې قضيې باید لغوه شي ځکه د رسنیو موندنې خورا جدي او ادعاګانې د شواهدو له مخه تائید شوي دي.

هغه تورونه چې ويل شوي وو چې ښاغلي رابرټس-سمیت د ټوپک په واسطه د یوه مصنوعي پښې درلودونکی سړی وژلو تور هم حقيقت ثابت شو.

داسې راپورونه هم وو چې هغه په یوه بې تجربه اسټراليايي سرتېری فشار راوړ چې یو بوډا افغان سړی ووژني او خپل په لاس لومړۍ وينه تويه کړي.

نوموړی د همکارانو په وړاندې د ځورونې کمپاین کې هم ښکیل وو.

د محکمې پريکې اورولو وروسته، د ایج او سیډني مارنینګ هیرالډ ژورنالیست نیک مکینزي چې په همدې قضيه کې یو مشهور شخص وو، خپل پر ټويټر يوازې وليکل چې "عدالت."

مک کینزي، چې پر جنګي جنايتونو یو شمیر مقالې لیکلي، وویل چې دا د ښاغلي رابرټس-سمیت د افغان قربانیانو لپاره يو "کوچنی عدالت" دی.
Journalists (left-to-right) Chris Masters, Nick McKenzie and Nine Newspapers managing director of publishing James Chessell, speak to media after the Ben Roberts-Smith trial at the Federal Court of Australia in Sydney on 1 June 2023.
Journalists (left-to-right) Chris Masters, Nick McKenzie and Nine Newspapers managing director of publishing James Chessell, speak to media after the Ben Roberts-Smith trial at the Federal Court of Australia in Sydney on 1 June 2023. Source: AAP / Jane Dempster
هغه د پنجشنبې په ورځ د محکمې څخه بهر وویل، علي جان هغه سړی و چې له لوړې څوکې څخه غورځول شوی وو.

"هغه ماشومان درلودل کوم چې نور پلار نلري."
"هغه یوه ښځه لري چې نور هغه میړه نلري."
"هغه د بین رابرټس-سمیټ لخوا له یوې لورې څوکې څخه غورځول شوی."
Ben Roberts-Smith VC speaks with The Duchess of Cornwall during a reception to celebrate military and civilian heroes
Ben Roberts-Smith was not in court for the verdict. Credit: Damon Cleary/PR IMAGE

د افغان قربانیانو لپاره د لا زیات حساب او عدالت غوښتنه

د اسټرالیا د افغان ملي شورا رییس محب اقبال، اس بي اس نیوز ته ویلي چې دا قضیه "دلته په استرالیا او د نړۍ په هر ګوټ کې د افغانانو تر منځ په ژوره توګه تعقیب شوې".

ښاغلي اقبال وویل، "زه فکر کوم چې د دې ډول پرېکړې په وړاندې لومړی غبرګون په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور پراخ حساب ورکول او په ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو په اړه عدالت وړاندې کول دی."

"نو دا د احتساب او عدالت له نظره ښه خبر دی."
د ښاغلي اقبال په وينا، افغانان په ډېره لېوالتیا سره دې ته ګوري او هیله لري چې دا به په نړیواله کچه نړیوالو ځواکونو حساب ورکولو ته لار هواره کړي.

ښاغلي اقبال وویل چې لدې قضیه له مخه د ملکي قربانیانو کورنیو ته د خسارې ورکولو له لارې د استرالیا حکومت اهمیت په ګوته کول هم دي.

په کال ۲۰۲۰ کې، په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو لخوا د تورن جنرال پاول بریرټون لخوا د ځينو اسټراليايي ځواکونو لخوا ترسره شوي د بد چلند په اړه څلور کلنه څیړنه خپره شوه، چې بيا يې موندنې د يو راپور په ډول خپور کړ.
راپور کې د افغان ملکي وګړو یا بندیانو د ۳۹ غیرقانوني وژنو په اړه "معتبر" شواهد په تفصیل سره وړاندې شول او دا سپارښتنه هم وشوه چې د "آسټرالیا موقف" د بیرته راګرځولو لپاره په چټکۍ سره قربانيانو ته تاوان ورکړل شي.

ښاغلي اقبال وويل: "دا ډېر شمېر خلک دي او هغوی د يوې هوکړې او هغه تاوان ته سترګې په لار دي چې ورته ورکړل شي او دا د اسټراليا حکومت لا دمخه منلې ده او زه فکر نه کوم چې تر اوسه دا تاوان ورکړل شوی وي."

ښاغلی اقبال وويل، " دا یو بل خورا مهم اړخ دی، چې قربانیانو ته د عدالت او همدارنګه هغوی ته تاوان رسولو اړتیا ده."

د NSW لپاره د ګرینز سناتور ډیویډ شوبریج وویل، دا یو تریخ حقیقت دی چې خصوصي رسنیو شرکتونو، نه د فدرالي حکومت هیڅ برخه، په افغانستان کې د استرالیا د جګړې ریکارډ په اړه د ریښتیا ویلو دنده په غاړه اخیستې ده.

هغه په ټویټر کې لیکلي: "دا د هغو کورنیو لپاره چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او یا د هغو ټولنو لپاره چې د جنګي جرمونو له امله ځورول شوي، عدالت نه دی، بلکې دا موږ یو ګام نور هم نږدې کوي."

"د ليبر حکومت باید په ژر د افغانستان د جنګي جرمونو د ادعا شویو قربانیانو کورنیو ته د خسارې جبران ورکړي او دا د بریرټون راپور یو له مهمو سپارښتنو څخه دی."

د دفاع وزیر ریچارډ مارلس د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه کله چې وپوښتل شول چې ایا هغه به د ښاغلي رابرټس سمیټ د خدماتو مډالونو په بيرته اخيستلو غور وکړي.

SBS نیوز د تبصرې لپاره فدرالي حکومت سره هم اړیکه ونیوله.

شریکول
خپور شوی 4/06/2023 په 9:25pm
لخوا Isabelle Lane
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS