هند کې د ډونالډ ټرمپ زيارت جوړونکي څنګه خپل ژوند له لاسه ورکړ، عجيبه کيسه ولولئ

هند کې يو کروندګر د ډونالډ ټرمپ زيارت جوړولو سره هغه خدای ګڼه او ورته يې عبادت کاوه، د ډونالډ ټرمپ ناروغيدو وروسته يې څو ورځو لپاره خواړه ونه خوړل او ژور خپګان له امله ومړ.

Bussa Krishna worshipped Donald Trump from rural India.

Bussa Krishna built a shrine for US President Donald Trump and prayed for his health after he contracted COVID-19. Source: The New York Times

هند کې د ډونالډ ټرمپ ملاتړي ډير دي او ځيني کسان يې حتی خدای بولي او ورته عبادت کوي.

يو هندي کروندګر  بوسا کريشنا د ډونالډ ټرمپ مجسمې جوړولو سره د هغه زيارت جوړ کړی وه او هر سهار يې ورته عبادت کاوه.

د کريشنا د تره زوی ويويک بوکا وايي،“ مونږ لومړيو کې سوچ کاوه چې بوسا رواني ناروغ شوی ولې بيا مونږ ليده چې ده خپل عبادت ته دوام ورکاوه او نور خلک به هم ترې راټوليدل.“

کله چې ډونالډ ټرمپ په کرونا ويروس اخته کيدلو خبر خپور شو نو کريشنا باندې دا خبر ډير بد اغيز وکړ او نوموړي فيسبوک باندې يوه ويډيو خپره کړه په کوم کې چې ده په چيغو ژړل او ټرمپ لپاره يې له خلکو د دعا غوښتنه کوله. کريشنا وويل چې خدای يې ناروغه دی، “ زما خدای ټرمپ پر کرونا ويرس اخته شوی، زه له ټولو غواړم چې د هغه روغتيا ته دعا وکړي.“

د کريشنا کورنۍ ويلي، نوموړي د ټرمپ ناروغه کيدلو وروسته خواړه خوړل بند کړل او په ژور خپګان اخته شو. د يکشنبې په ورځ کله چې ټرمپ د سپينې ماڼۍ ډاکټرانو لخوا روغ اعلان شو په هماغه ورځ کريشنا د زړه حملې له امله ساه ورکړه او ومړ.
کريشنا ډونالډ ټرمپ ته خدای ويل او د هغه عبادت کول نوموړی ډير مشهوره کړی وه او ده نه يوازې خپل کلي خلکو پام ځانته اړولې وه بلکې هندي رسنيو او هم ټولنيزو شبکو کې نوموړي ډير شهرت ترلاسه کړی وه.  

د کريشنا د تره زوی بوکا وايي، “ده پخوا هيڅ روغتيايي ستونزه نه درلوده او نه هم د زړه ناروغه وه او اوس هم داسې ثبوت نشته چې کريشنا به ټرمپ لپاره روژو نيولو څخه مړ شوی وي.“

حال داچې ټرمپ خپل دې ملاتړي څخه خبر ندی ولې يوې نوې څيړنې موندلې شاوخوا ۵۶ سلنه له هنديانو څخه پدې باور دي چې ټرمپ ښه کارونه کوي او نړۍ پر وړاندې بريالی پاليسي لري.
A Hindu priests seeks blessings from gods and to protect India and the United States of America.
یک روحانی هندو از خدایان می‌خواهد هند و امریکا را در برابر تندروی اسلامی متحد بسازد. Source: AFP
کريشنا له تيرو ۴ کلونو راهيسې د ډونالډ ټرمپ مينه وال وه او هغه يې خدای ګڼه.

دا کيسه له عجيب خوب څخه پيليږي، څلور کاله وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان او هند د کريکټ لوبې څخه يوه شپه مخکې ټرمپ د کريشنا خوب ته راغلی او نوموړي ته يې ويلي ول چې هند به سبا ورځ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکوي، هماغه وه چې هند پاکستان ته ماتې ورکړه او کريشنا ټرمپ خپل خدای کړ.
Bussa Krishna worshipped Donald Trump from rural India.
دهقان ٣٣ ساله هندی، بوسا کریشنا، در حال پرستش مجسمه دونالد ترامپ در خانه‌اش در نزدیکی حیدرآباد. Source: AFP
کله چې ټرمپ د هند پر سفر تللی وه نو کريشنا د امريکا سفارت ته تګ وروسته په تمه وه ترڅو له ټرمپ سره وګوري ولې د هغه دا ارمان پوره نشو.

ټرمپ د هند سفر دوران کې په يوې لوبغالې کې ۱۰۰،۰۰۰ راټولو شوو هنديانو ته وينا وکړه.

کله چې کريشنا پوه شو ټرمپ په کرونا ويروس اخته شوی نو نومړي ځان په يو کوټه کې بند کړ او هيڅ يې نه خوړل.

يکشنبې په ورځ کريشنا ولويده او روغتون ته تګ څخه مخکې يې ساه ورکړه، اوس يې د کلي خلک د ټرمپ زيارت ساتلو باندې فکر کوي.

 


شریکول
خپور شوی 15/10/2020 په 3:01pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:16pm
لخوا Shalini Venugopal Bhagat, Mike Ives
سرچینه: The New York Times