اسټراليا کې چينايي کاروبارونه د کرونا وايروس له امله له سترو تاوانو سره مخ دي

سره لدې چې د روغتيا برخې ماهرين له اسټراليايانو غواړي ترڅو دې خپل ورځنی ژوند نورمال مخې ته يوسي ولې ډيري اسټراليايان د چينايانو رستورانتونو او نورو کاروبارونو ته مخه نه کوي.

Box Hill restaurant owner Steven Zheng says his business has been down by more than 60 per cent over the past two weeks.

Box Hill restaurant owner Steven Zheng says his business has been down by more than 60 per cent over the past two weeks. Source: SBS News

د يو چينايي رستورانت مالک سټيوين ژينګ وايي، په تيرو دوو اونيو کې يې کاروبار ۶۰ سلنه تاوان ليدلي.

د اسټراليا ډيري ښارونو کې چينايي خواړه مينه وال لري ولې له تيرو څو اونيو راهيسې د کرونا وايروس خطر له وجې خلک ډيره کې چينايي رستورانتونو ته مخه نه کوي چې دې کار چينايي کاروبارونه له ستر تاوان سره مخ کړي

د ځينو رستوراتونو مالکانو خلکو کاريګرو ته ويلي چې نورو ځايو کې دې ځانته کار وګوري ځکه ددوی کاروبار په ټپه ولاړ دی.

د رستورانت مالک ښاغلي ژينګ اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل، " مونږ له ډير وخت راهيسې زيار وباست ترڅو خپل کاروبار په پښو ودروو ولې ډير ژر مو هر څه له لاسه ورکړل"
له کرونا وايروس څخه تر دې دمه له ۷۰۰ ډير کسان مړه شوي او نږدې ۴۰،۰۰۰ نور په ياد وايروس مبتلا دي.

اسټراليا کې په کرونا وايروس مبتلا کسانو شمير ۱۵ تنو ته رسيدلی ولې له ياد وايروس څخه اسټراليا کې مړينه نده پيښه شوی.

چينايي کاروباريان وايي، د کرونا وايروس په اړه ډير ناسم معلومات خپاره شوي او همدا وجه ده چې چينايي کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.

بله خوا اسټراليا ته هره مياشت زرګونه چينايان او د اسيا ختيځ هيوادو څخه خلک سياحت ته راځي کوم چې د اسټراليا اقتصاد لپاره د ميلياردو ډالرو ګټه له ځانسره راوړي، ولې د کرونا وايروس خپريدو خطر له وجې اسټراليايي حکومت اوس په اسانۍ د چين او شاوخوا هيوادو وګړو ته ويزه نه ورکوي.
thumbnail_img_9397.jpg
د ملبورن ښار يو بل سوداګر وايي، سره لدې چې نوموړی يو کوچنی دکان لري ولې له تيرو څو اونيو راهيسې د ورځې ۱،۰۰۰ ډالر تاوان کوي.

چينايي سوداګر وايي، له دوی سره بايد ځايي شوراګانې او هم دولت مرسته وکړي ترڅو لدې بحران څخه بهر شي.

دوی وايي، د کاروبار تاوان ترڅنګ يې خپل کاريګر هم لږ کړي او بله خوا خپل کاروبارونه د مشتريانو نه شتون له امله ژر تړي.
اسټراليا کې چينايان وايي، له جنوری مياشت راهيسې له دوی سره توپيري چلند کيږي او ټولنيزو رسنيو لخوا داسې کمپاينونه پر مخ اچول کيږي کوم چې چينايي ټولنې په نښه کوي.

اسټراليا کې بيا د روغتيا برخې ماهرين له اسټراليايانو غواړي ترڅو دې خپل ورځنی ژوند نورمال مخې ته يوسي او چينايي رستورانتو کې دې خواړه وخوري او هم دې چينايي توکي وپيري.
اسټراليا په چين کې بند پاتي اسټراليايي تابعيت او دايمي ويزې لرونکي اسټراليا ته انتقالوي.

تر دې دمه يوه الوتکه له ياد کسانو څخه اسټراليا ته راوړل شوی او دا مهال کريسميس ټاپو کې قرنطين دي او بله الوتکه په پام کې ده چې يا نن او يا سبا بله سلګونه نور اسټراليايان اسټراليا ته راولي او ياد کسان به ډاروين کې د معدنو يو ښارګوټي کې قرنطين ساتل کيږي.

 




شریکول
خپور شوی 8/02/2020 په 4:57pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:24pm
لخوا Maani Truu, Gloria Kalache, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS News