Key Points
- د NSW په هنټر ویلی کې د بس د چپه کیدو له امله لس تنه وژل شوي دي.
- د بس چلوونکی نیول شوی دی.
- پنځه ویشت کسان ټپي کيدو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.
تېره شپه د NSW په هنټر ویلی کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۰ کسان وژل شوی او ګڼ شمير ټپيان دي.
په ياد بس کې د واده ۴۰ ميلمانه سپاره ول چې د شپې ۱۱:۳۰ له مراسمو څخه ستنيدو په وخت کې چپه شو.
پولیسو په یوه بیان کې وویل، لومړنیو پلټنو ښودلې چې ۱۰ تنه مړه شوي او ۲۵ کسان ټپي کيدو وروسته روغتون ته وړل شوي.
۵۸ کلن بس چلوونکی د پلټنې لپاره نيول شوی او سیسنک پولیس سټیشن ته یوړل شوی.
پولیسو وویل چې کافي اندازه معلومات شتون لري چې ښیې دا پيښه د بس چلوونکي تيروتنې له وجې رامينځته شوي وي.
رسنيو رپوټونو له مخه په بس کې سپاره کسان د واده ميلمانه ول چې لوډيل سيمې څخه يې سيډني لور ته سفر کاوه.
د اسټراليا لومړي وزير انتوني البنيزي پر يادې پيښې ژوره خواشيني وښوده، او د پيښې ځای ته مرسته رسوونکو څخه يې مننه وکړه.
ښاغلي وويل، "ټول اسټراليايان د پيښې ښکيلو کسانو په ياد کې له هغوی سره په غم کې شريک دي."
د نيوس ساوت ويلز ايالت مشر کريس مينس هم پر يادي پيښې خواشيني وښوده.
ښاغلي مينس وويل، "د بس چپه کيدو پيښه کې ښکيل کسان، ټپيان او هغو چې ژوندونه يې له لاسه ورکړي زمونږ په ياد کې دي او دا پيښه يوه زړه ماتوونکی پيښه وه."
د پيښې ځای شاوخوا سرکونه تړل شوي او تحقيقات روان دي.