د اسټراليا برزبن ښار کې د کرونا ويروس ساري ډول خپريدو له ويرې ياد ښار درې ورځو لپاره تړل کيږي.
د کوينزليند ايالت مشرې اناستيژا پالاشې نن رسنيز کنفرانس کې د ياد ښار تړلو پريکړه وکړه.
برزبن ښار کې له تيرو څو ورځو راهيسې د ټولنې غړو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد پيښې موندل شوي او په ياد ويروس اخته کسانو ډيرو نورو ځايونو ته سفرونه کړي چې لدې سره د ويروس خپريدو ويره ډيره شوې.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسانو کې د کرونا ويروس موندل شوی.
برزبن ښار کې له هغه وروسته ټولنه کې د کرونا ويروس خپور شو کله چې د روغتون يوې ډاکټره داسې مهال په کرونا ويروس اخته شوه کله چې نوموړې له بهر څخه راغلو کسانو چې په کرونا ويروس اخته ول درملنه کوله.
نوې ۷ پيښې له هماغې ډاکټړې سره تړاو لري او ټول کسان انګلستان ډول ويروس باندې چې ډير ساري دی اخته شوي.
د کوينزليند ايالت مشرې وويل، له نن [دوشنبې ] ۵ بجو مازديګر څخه به برزبن، لوګان، موريتن بی، ايپسويچ او ريډلانډز درې ورځو لپاره تړل کيږي.
اغلې خبريالانو ته وويل، ما تيره شپه خوب ندی کړی او حالت په اړه ډيره انديښمنه يم.
اغلې وويل، له ايسټر رخصتيو څخه وړاندې يعنې د پنجشنبې په ورځ به لګول شوو بنديزونو ته بيا کتنه کوي.
درې ورځې بنديز دوران کې به خلک يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر کيږي چې په هغو کې، کار، ضروري توکو اخيسل، د نورو پالنه کول او هم ورزش شامله دي.
کوينزليند کې د ماسک کارونه هم جبري وګرځول شوه.
د ياد ايالت مشرې برزب ښار د کرونا ويروس مرکزي سيمه اعلان کړه او له نورو ايالتونو او سيمو څخه يې هم وغوښتل چې ورته کار وکړي.