برازيل کې د کرونا ويروس مسلې په برخه کې ولسمشر او عام خلک له يو بل سره جلا نظر لري چيرې چې ولسمشر غواړي شته بنديزونه لرې شي ولې عوام بيا وايي هيواد يې له ستر بحران سره مخ دی.
برازيل کې يوازې تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۸۸ کسانو کويډ-۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړې او بله خوا بيا ۲۰،۰۰۰ نوي کسان پر کرونا ويروس اخته شوي.
اټکل کيږي چې له امريکا وروسته به برازيل هيواد تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې ثبت کړي.
دا مهال له امريکا وروسته روسيه کې د کويډ-۱۹ تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي ولې برازيل کې بيا دا شمير چټکۍ سره لوړيدو حال کې ده او دا مهال ۲۹۱،۵۷۹ کسان پر کرونا ويروس اخته دي.
د دو شنبې په ورځ برازيل کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو درجه بندی کې دريم ځای خپل کړ او په يوه ورځ ۱۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Brezilya'da COVID-19'dan bir kişinin cenazesi toprağa veriliyor. Source: AP
د برازيل پر ولسمشر جاير بولسونارو باندې د کرونا ويروس وبا کنټرول برخه کې پراخې نيوکې کيږي.
د برازيل ولسمشر سخت دريځه محافظه کار او پخوانی نظامي جنرال دی، کوم چې غواړي برازيل کې بنديزونه ختم او اقتصاد بيرته نورماله حالت ته راوګرځوي.
د برازيل ولسمشر وايي، برازيل دا مهال جګړې حال کې دی.
د روغتيا وزير دا څرګندونې پر کويډ-۱۹ بيمارانو د مالاريا درملو کارونې په ملاتړ کړي، ښاغلی وايي، مخکې له ماتې مونږ بايد دا درمل وکاروو. نړۍ کې ساينسپوهان وايي، دا درمله بايد کلينيک کې بشپړ ډول سره وازمايل شي.
کرونا ويروس پر وړاندې د امريکا او برازيل ولسمشرانو دريځ يو شان بريښي ولې بله خوا همدا دوه هيوادونه تر نورو ډير ځپل کيدو سره مخ دي.