Key Points
- روان کال لومړيو دريو مياشتو کې په ملي کچه د کرایې په قيمت کې ۲.۵ سلنه ډيروالی راغلی.
- د خالي کورونو شمير هم د ریکارډ په کچه راټیټ شوی ، په ټول هیواد کې د کرایې لپاره ملکیتونو ۱.۱ سلنه شتون لري.
- د کرایې لوړوالی د ډیری مهاجرینو او پناه غوښتونکو کورونو کرايه کولو مخه نیسي.
افغانستان کې د طالبانو له واک څخه د تیښتې لپاره په یوه پوځي الوتکه کې بهارا اسټراليا ته راغله او ملبورن ښار کې ژوند کوي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې ۲۳ کلنه لوبغاړې او د غاښونو د طب محصله د استرالیا د حکومت له خوا د طالبانو واک ته رسيدو وروسته وایستل شوه.
لومړيو کې بهارا د لنډمهاله محافظت ویزې لرونکې په توګه، هغې ته د کار کولو اجازه نه وه ورکړل شوې او د خپل ژوند ورځني لږښت لپاره يې د حکومت په هوساينې پيسو يا سینټریلنک تکیه وکړه.
هغه وايي: " د يو مناسب او زمونږ اقتصادي حالت سره سم کور پيدا کولو دوه مياشتې وخت ونيوه."
په آسټرالیا کې د کور کرايه کولو سابقه نه درلودل او کار کولو تنخوا رسيد نه وړاندې کولو له وجې بهارا ته کور نه ورکول کيده.

Afghan woman Bahara Samimi (left) at her home in Melbourne. Source: AAP / James Ross
"موږ نشو کولی کرایه په خپل وخت تادیه کړو ځکه چې موږ باید د سینټرلینک تادیاتو ته انتظار وباسو او دا ټول د کرایې پيسو ورکړې ترڅنګ د ورځني ژوند لږښت سره په ګډه مونږ کرايه ورکولو کې شاته پاتې کيدلو نو ځکه د کور مالک وويل چې بايد له کوره بهر لاړ شو."
د کرایې ملکیتونو لپاره سيالي ډيره ده
د آسټرالیا په ښاري سیمو کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ټولنو کې د کرايي کورونو موندل ډير سخت کار دی.
د کرایې نرخونه لوړیږي
د کال په لومړيو درې مياشتو کې د CoreLogic کرایه کولو وروستۍ بیاکتنه په ملي کچه د کرایې لګښت کې ۲.۵ سلنه زیاتوالی ښیې.
کرایه کونکي باید په اونۍ کې اضافي ۵۲ ډالر یا په کال کې ۲۷۰۰ ډالرو څخه ډيره کرايه ورکړي.
بله خوا په ټول اسټراليا کې يوازې ۱.۱ سلنه کورونه کرايې لپاره شتون لري.
LISTEN TO

نصيبه اکرم: اسټراليا کې افغان ميرمنې بايد له خپل کلتور سره سم د حقونو غوښتنه وکړي
SBS Pashto
13:41
د لویدیځ سیډني پوهنتون څیړونکې الیزابیت کانروی وايي، دا لګښت لا هم د ډیرو مهاجرو او پناه غوښتونکو مخه نیسي ترڅو دوی کرايي کورونو کې اوسيدو سابقه ومومي او اعتبار لاسته راوړي.
د يو نوي راپور له مخه له هر وخت څخه ډير اوسمهال کډوال او مهاجر د کرايو په ورکړې کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سیډني په آسټرالیا کې د کرایه کولو ترټولو ګران ښار په توګه کینبرا پيژندل کيږي چې په هره اونۍ کې اوسط کرايه ۶۹۹ ډالر ده چې د مياشتې ۲۸۰۰ ډالر کيږي.
تيرو وختونو کې د کنبيرا ښار تر ټولو ګران ښار پيژندل کيده.
اغلې بهارا وويل، ۶ مياشتې مخکې يې د اسټراليا دايمي ويزه واخيستله او اوس يې حالت د پخوا په پرتله ښه ده.
LISTEN TO

اسټراليا ته راوستل شوې افغان ميرمنې خپل کورنۍ پاتې غړو لپاره انديښمنې دي
SBS Pashto
08:35
نوموړې اوس د غاښونو د حفظ الصحې کارکوونکې په توګه کار کوي او په اونۍ کې یو ځل د افغان ښځینه فوټبال ټیم Melbourne Victory سره روزنه ترلاسه کوي.
مګر کورنۍ غړو پرته په اسټراليا کې خپل ژوند وضعیت خراب بولي او هيله لري چې کورنۍ يې ژر ورسره يوځای شي.
کورنۍ يې دا مهال په پاکستان کې بند پاتې دي او لا هم ويره لري چې طالبان يې د کورنۍ نور غړي په نښه کړي.
اغلې صمیمي وايي: "تر دې دمه زه دا احساس نه کوم چې اسټراليا زما کور دی، ځکه دا کور زما له مور او پلار پرته خالي او لنډمهاله دی."
———————————————————————————
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له یا څخه ترلاسه کړئ.