مهم ټکي:
- د افغان لي پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې تاسیس شوی او د می په ۳۱ نېټه به بند شي.
- هغه افغان ترجمانان چې تر اوسه پورې یې د آسټرالیا ویزه نده ترلاسه کړې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.
- د دفاع وزارت یو ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي چې د مې له ۳۱مې وروسته به هم د هغو کېسونو ارزونې ته دوام ورکړي چې په لاس کې یې لري.
د تېر کال په جون میاشت کې د آسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې د 'افغان لي' پروګرام به د ۲۰۲۴ کال د مې په ۳۱مه نېټه بند شي. په داسې حال کې چې د دغه پروګرام بندېدو ته شاوخوا ۱۰ ورځې پاتې دي، هغه افغان ترجمانان چې تر اوسه یې د آسټرالیا ویزه نده ترلاسه کړې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.
د 'افغان لي' پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې پیل شوی او تر دې دمه د دغه پروګرام له لارې له ۲۸۰۰ څخه زیاتې ویزې افغانانو ته ورکړل شوي.
علي (مستعار نوم) د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په اروزګان ولایت کې له آسټرالیايي ځواکونو سره د ژباړونکي یا ترجمان په توګه کار کړی. هغه د دفاع وزارت لخوا د اسنادو له تایید وروسته په ۲۰۲۲ کال د بشردوستانه ویزې د ترلاسه کولو لپاره خپل اسناد د کورنیو چارو وزارت ته استولي.
علي اس بي اس پښتو ته ویلي چې د روغتیا معاینه یې کړې، مګر د بایومټریک لپاره باید ګاونډي هېواد ته سفر وکړي، خو یو ماشوم یې لا تراوسه پاسپورټ نلري.
هغه وايي: "زما دوو ماشومانو پاسپورټ نه درلوده، له همدې امله ما ونشو کولای ترڅو بایومېټریک ته ولاړ شم."
"له هغه وخت نه چې پوه شوم چې دغه پروګرام د مې په ۳۱مه نېټه پای ته رسېږي، نو تشویش مې نور هم زیات شه، سره لدې چې پخوا مې هم تشویش درلود."
"د آسټرالیا دولت نه مې غوښتنه داده، کوم ترجمانان چې اوسمهال په افغانستان کې پاتې دي، دا بدو شرایطو کې ژوند کوي، نو دغو ته دې لومړیتوب ورکړي."

د آسټرالیا حکومت به شاوخوا ۱۲ کاله وروسته د افغان ترجمانانو د ویزو پروګرام بند کړي Credit: Supplied
احمد(مستعار نوم) د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې له آسترالیايي ځواکونو سره د کارګر په توګه کار کړی او له هغه وروسته یې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په ترینکوټ ښار کې د آسترالیايي ځواکونو ترڅنګ د ژباړونکي په توګه هم دنده ترسره کړې.
هغه وايي، له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دې تمه دی ترڅو یې اسناد د آسټرالیا د دفاع وزارت لخوا تصدیق شي او تر هغې وروسته بیا وکولای شي د آسټرالیا ویزې ته غوښتنلیک وسپاري.
احمد زیاتوي چې له آسټرالیايي ځواکونو سره یې په سختو شرایطو کې کار کړی او اوس د آسټرالیا وار دی ترڅو د دوي ژوند وژغوري.
هغه وايي"موږ [ترجمانان] د آسټرالیا د زړورو ځواکونو تر څنګ کار کړی، آسټرالیا خپل هیواد او ځواکونه یې هم خپل ګڼو."
"موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې د آسټرالیا حکومت به موږ یوازې پریږدي او په آسټرالیا کې به پناه را نکړي، ځکه چې موږ په سختو شرایطو کې د دوی سره اوږه په اوږه کار کړی."

د افغان لي پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې تاسیس شوی او د می په ۳۱ نېټه به بند شي. Credit: Supplied
جمشید چې شاوخوا ۷ کاله د آسټرالیا ویزې ته په تمه وه، څو اوونۍ وړاندې یې د آسټرالیا ویزه ترلاسه کړې او اوسمهال د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې ورځې شماري ترڅو آسټرالیا ته راشي او خپل نوی ژوند پیل کړي.
هغه وايي، دا به غیر عادلانه وي که چېرې د آسټرالیا د حکومت پخواني همکاران، د آسټرالیا ویزه ترلاسه نکړي.
هغه زیاتوي: " تقریبا ٨ کاله وشوه چې زه منتظر وم او بالاخره یې ماته ويزه راکړه."
"دا ډیره غیر عادلانه ده که چېرې هغوی هیر شي او د هغوی فکر کی څوک نشي."

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت Credit: Department of Home Affairs
د آسټرالیا دفاع وزارت یوه ویاند اس بي اس پښتو ته ویلي چې د مې له ۳۱مې وروسته به هم د هغو کېسونو اوزونې ته دوام ورکړي چې په لاس کې یې لري.
سربېره پر دې د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند هم اس بي اس پښتو ته ویلي چې د افغان لي غوښتنلیک سپارونکو سره "د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره، د آسټرالیا حکومت د ټولو غوښتنلیکونو ارزولو او نهایی کولو ته دوام ورکوي".