د استرالیا د کارګرو په معاشونو کې زیاتوالی راځي

په استرالیا کې د کارګرو لپاره ټاکل شوی معاش د نړۍ د ټولو هيوادونو د کارګرو په پرتله لوړ معاش دی

ACTU President Michele O'Neil speaks during a press conference at Parliament House in Canberra, Thursday, November 28, 2019. (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING

ACTU President Michele O'Neil speaks during a press conference at Parliament House in Canberra, Thursday, November 28, 2019. Source: AAP

د روان کال د جولای میاشتې له لومړۍ نيټې څخه به د استرالیا د شاوخوا ۲.۲ میلیونو کارکونکو په معاشونو کې نږدې ۲ سلنه زیاتوالی راشي. 

د اسټرالیا د فیېر ورک کمیسیون په خپلې کلنۍ ناسته کې پرېکړه کړې ترڅو د کم عاید لرونکو کارګرو په معاشونو کې ۱.۷ سلنه زیاتوالی راشي او د دغې ډلې کسانو معاشونه په یوې اوونۍ کې حد اقل ۷۵۳ ډالره او ۸۰ سینټو ته ورسېږي.

د اسټرالیا د فیېر ورک کمیسیون مسئولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې کم عاید لرونکي کارګر به د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په هرې اوونۍ کې ۱۳ ډالره زیات ترلاسه کړي.

د سوداګرو ډلې د حکومت له دغې پرېکړې څخه خوښې نه ښکاري او وايي چې تر ۲۰۲۱م کال پورې باید په معاشونو کې زیاتوالی را نشي ترڅو بې روزګاره کسان وکولای شي کار پیدا کړي.

په آسټرالیا کې د کرونا وېروس له امله د بېکارۍ کچه ۷.۱ سلنه ته پورته شوې. د آسټرالیا د احصایې دارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې یواځې د مې په میاشت کې ۲۲۷،۷۰۰ کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي. خپاره شوي آمار همدا راز ښيي چې له ۲۰۰۱م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د بېکارۍ کچه له ۷ سلنه څخه پورته شوې.

تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې د کرونا وېروس له امله د بېکارۍ کچه ۶.۲ سلنه ته پورته شوې و، مګر اوس لېدل کېږي چې د بېکارۍ کچه نوره هم د لوړېدو په حال کې ده


شریکول
خپور شوی 19/06/2020 په 11:48pm
اپډیټ شوی 20/06/2020 په 12:01am