په آسټرالیا کې د کرونا وېروس له امله د بېکارۍ کچه ۷.۱ سلنه ته پورته شوې. د آسټرالیا د احصایې دارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې یواځې د مې په میاشت کې ۲۲۷،۷۰۰ کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي. خپاره شوي آمار همدا راز ښيي چې له ۲۰۰۱م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د بېکارۍ کچه له ۷ سلنه څخه پورته شوې.
تر دې وړاندې په اپریل میاشت کې د کرونا وېروس له امله د بېکارۍ کچه ۶.۲ سلنه ته پورته شوې و، مګر اوس لېدل کېږي چې د بېکارۍ کچه نوره هم د لوړېدو په حال کې ده.
sbsondemand video="1752214083902"]
د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، دغه شمېرې مونږ ته دا خبره راپه یادوي ترڅو زمینه برابره کړو چې آسټرالیایان بېرته خپلو کارونو ته ستانه شي.
په تېرو څو میاشتو کې د اسټرالیا حکومت د اقتصاد د بېرته ښه والي لپاره د میلیاردونو ډالرو پروژې اعلان کړي ترڅو د دغه هېواد اقتصاد بېرته ښه شي. همدا راز د اسټرالیا حکومت اوسمهال هغو کسانو ته چې خپل کارونه یې له لاسه ورکړي ۳۰۰۰ ډالره معاش ټاکلی دی.