د کرونا ويروس وبا چې د نړۍ نږدې ټول هيوادونه يې له اقتصادي بحران سره مخ کړي، د اقتصاد پوهانو په وينا ځيني برخې به کلونه وخت ونيسي ترڅو خپل تاوان جبران کړي.
د اسټراليا په ګډون د نړۍ پر مختللو هيوادونو کې د ميلمه پالنې او هنرونو صنعت له نورو ډير ځپل شوي او د اسټراليا احصايې ادارې نوو شميرو له مخه يادو برخو نږدې ټولو کار کوونکو خپل کاارونه له لاسه ورکړي او له تاوان سره مخ دي، بله خوا اسټراليا کې د Deloitte Access Economics نوي رپوت کې ويل شوي، ياد صنعتونه چې د کرونا ويروس وبا له امله رامينځته شوو بنديزونو له امله ډير ځپل شوي تر ۲۰۲۶ کال پورې نشي کولی بيرته پر خپلو پښو ودريږي.
د يادې ادارې وړاندوينې له مخه ځيني برخې لکه رسنۍ، مخابراتي شرکتونه، د زده کړې برخه او هم د ملکيتونو خرڅلاو به تر ۲۰۲۱ کال پای پورې خپل نورمال حالت ته راوګرځي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن تيره اونۍ وويل، د اسټراليا اقتصاد او هم ټول صنعتونه به د روان کال سيپټمبر مياشت پای کې بيرته نورمال حالت ته راوګرځي، ولې د اقتصاد پوهانو وړاندوينه بيا بل څه وايي او هغوی د کلونو مودې خبر کوي نه د مياشتو.

A new employment forecast states it could be 2026 before the arts and hospitality sectors go back to 'pre-coronavirus' normality. Source: AAP
اسټراليا کې د کاليو اخيستلو صنعت کې ۱۷ سلنه کمی راغلی او بله خوا د اسټراليا لويو ښارونو مرکزونو کې اوس هم دکانونه، رستورانتونه او کافي شاپس تړلي دي.
اسټراليا کې يوازينی برخه چې تيرو وختو پر پرتله يې ډيره ګټه وکړه د خوراکي موادو ده، ولې مارچ مياشت کې د خلکو بيړۍ سره د توکو اخيستل او بيا ذخيره کول اوس دا برخه هم سسته کړې معنی داچې ډيري خلک خپل ذخيره شوي توکي کاروي او نې خريداري نه کوي.
سره لدې چې اوس خلک سوپر مارکيټونو کې لږه سودا کوي ولې بيا هم د تير کال پر پرتله اسټراليايان ډير خوراکي توکي پيري او د هغوې وجه د اسټراليا نيمايي نفوس له کور څخه کار کول په ګوته کيږي.
ځيني اقتصاد پوهان بيا وايي، بنديزونو کې نرمښت او اسټراليايانو لخوا د پيسو مصرف کول به د اسټراليا اقتصاد بيرته پر پښو درولو برخه کې ډيره مرسته وکړي.

Australia's hospitality and arts sectors might not return to their pre-coronavirus state until 2026, economists have predicted. Source: AAP