د اسټراليا کرونا ويروس واکسين: کله يې ترلاسه کوي او څنګه پر اسټراليايانو ويشل کيږي؟

اس بي اس خبري شبکه تاسو ته د اسټراليا حکومت د واکسين پلان ښکاره کوي او پر دې به پوه شئ چې ياد هيواد پر کومو واکسينو پانګونه کوي او کله يې پر عامو خلکو ويشي.

Australia vaccine graphic

Australia is due to roll out a vaccine in 2021. Source: SBS News

د کرونا ويروس ضد واکسين په چټکۍ سره جوړيدل او ځينو هيوادونو کې پر خلکو تطبيق کيدل د نړۍ ډير هيوادونه حيران کړي.

انګلستان او امريکا هغه لومړني هيوادونه دي چې د بيړني حالت له مخه د بايوټيک او فيزر کمپنيو په لاس جوړ شوی واکسين يې پر عامو خلکو کارونه پيل کړه.

امريکا کې د موډرنا واکسين هم اجازه ترلاسه کړه ترڅو پر عامو خلکو وکارول شي.

يادو هيوادونو کې زاړه کسان او هم د روغتيا برخې کارکوونکي لا د مخه د ياد واکسين اخيستل پيل کړي.

داچې اوس اسټراليا کې يو ځل بيا د کرونا ويروس په پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي نو اوس ډيري اسټراليايان دا پوښتنه کوي چې کله او څنګه به د اسټراليا حکومت د کرونا ويروس ضد واکسين کارونه يا تطبيق پيل کړي.

د اسټراليا حکومت خلکو ته ډاډ ورکړ چې واکسين راتلونکی دی او حکومت يې پر ويش پلان کار کوي او د ۲۰۲۱ کال لومړيو دريو مياشتو کې د کرونا ويروس واکسين تطبيق پيل کيږي.

تر اوسه تازه جزيات څه دي.

ولې د اسټراليا حکومت تر اوسه هيڅ يو له واکسينو څخه ندی منلی؟

جنوبي اسټراليا پوهنتون کې د وبايي ناروغيو پوه پروفيسر اډرين ايسټرمن وويل، ځواب يې ډير ساده دی او هغه داچې اسټراليا ته اوسمهال ياد واکسين ترلاسه کولو کې بيړه نده پکار.
Allergic reactions to the Pfizer/BioNtech vaccine are said to be incredibly rare.
Allergic reactions to the Pfizer/BioNtech vaccine are said to be incredibly rare. Source: Photonews
ښاغلي وويل، دا مهمه ده چې په ياد ولرو د بايوټيک او فيزر واکسين په انګلستان او امريکا کې بيړني حالت له مخه اجازه ترلاسه کړه حال داچې ياد واکسين د ازمايښت دريم پړاو ندی بشپړ کړی، ولې اړتيا دومره ډيره او جدي ده چې هيوادونه صبر نشي کولی.

“دا يو غير معمول کار دی چې بيړې سره واکسين تطبيق شي ولې داچې انګلستان او امريکا له سخت حالت سره مخ ول نو ځکه هغوی انتظار ونشو کولی چې دا هم سم کار وه.“

اسټراليا کله د واکسين تطبيق پيلوي؟

“اسټراليا کې د دوا او خوړو اداره لا ډير وخت ته انتطار کولی شي ترڅو د شته واکسينو اغيزې وڅاري، دوی د واکسين پايلي جدي څاري او له څار وروسته بيا اسټراليا کې پر خلکو کارونه پيلوي.“

ښاغلي دا څرګندونې سيډني ښار کې د نوو پيښو رامينځته کيدو وروسته وکړې او اټکل کوي چې اسټراليا به د بل کال مارچ مياشت څخه د واکسين تطبيق پيل کړي.

اسټراليا کې به کوم کسان لومړی واکسين کيږي؟

د اسټراليا سرپرست مشر ډاکټر پاول کيلي په وينا، د واکسين عملي کيدل به د اړتيا له مخه پر ډله ايز شکل عملي شي. اسټراليا کې زاړه کسان او هغه چې لا دمخه نورې ناروغۍ لري هغوی به لومړني کسان وي چې د کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کوي.

ښاغلي پاول دا هم وويل، هغه کار کوونکي چې پر کرونا ويروس اخته کيدو خطر يې لوړ وي لکه د روغتيا کار کوونکي، د زړو کسانو ساتنې مرکزو کار کوونکي. دا ډله کسان به دويم قدم کې واکسين ترلاسه کوي او له هغوی وروسته به د بيړنيو خدمتو کارکوونکي او يا هغه کسان چې مهم کارونه پر مخ وړي هغوی به دريم ډله کسان وي چې واکسين کيږي.

اسټراليا پر کومو واکسينو پانګونه کړې؟

اسټراليا په کوينزليند پوهنتون کې د کرونا ويروس ضد واکسين جوړولو چارې وځنډولې او لدې کار وروسته اوس اسټراليا درې غوراوې په لاس کې لري او لدې دريو واکسينو څخه بايد دوه ډوزه يا قطرې پر ۲۵ ميليونو اسټراليايانو تطبيق شي.

  • AstraZeneca
AstraZeneca
Source: SBS News
د اسټراليا حکومت له اوکسفورډ پوهنتون سره تړول لاسليک کړی ترڅو د استرازينيکا واکسين ۳۳.۸ ميليونه ډوزه ترلاسه کړي ولې په همدې مياشت کې حکومت دا پريکړه وکړه چې د ياد واکسين ۲۲ ميليونه نورې قطرې يعنې ۵۳.۸ ميليونه به ترلاسه کوي.

دا واکسين تر اوسه د اسټراليا حکومت لخوا ندی منل شوی ولې د ازمايښت لومړنۍ موندنې ښايي چې ياد واکسين ۹۰ سلنه اغيزمن دی.

د پروفيسر ايسټرمن په وينا، “دا واکسين د چمپنزي دی او کوم خطر له ځانسره نه لري او لدې واکسين ترلاسه کولو سره پر کرونا ويروس نه اخته کيږو.“

د اسټراليا واکسين جوړولو کمپنۍ CSL به د همدې واکسين ۵۰ ميليونه ډوزه ملبورن ښار کې توليد کړي، حال داچې اسټراليايي کمپنۍ د ياد واکسين توليد پيل کړی ولې د همدې واکسين کمپنۍ ته لا تر اوسه په نړيواله کچه اجازه نده ورکړل شوې ترڅو پر عامو خلکو يې تطبيق پيل شي.

  • Novavax

Novavax
Source: SBS News
نواواکس امريکايي کمپنۍ چې د کرونا ويروس لپاره واکسين جوړوي دا مهال يې واکسين د ازمايښت دريم پړاو کې دی.

که د يادې کمپنۍ واکسين د تطبيق اجازه ترلاسه کړي نو اسټراليا به ۵۱ ميليونه ډوزه واکسين ترلاسه کړي.

دا واکسين پروټين څخه جوړ شوی او اټکل کيږي چې د راتلونکي کال پيل کې به د تطبيق او ويش اجازه ترلاسه کړي.

  • Pfizer/BioNTech

Pfizer/BioNtech
Source: SBS News
دا واکسين چې ۹۵ سلنه اغيزمن ثابت شوی په پام کې ده چې ۱۰ ميليونه ډوزه لومړيو کې اسټراليا ته ورسيږي.

د ياد واکسين جوړولو کې نوې ټيکنالوژي کارول شوې او لدې وړاندې په واکسين جوړولو کې داسې ټيکنالوژي نه وه کارول شوې.

که دا واکسين اغيزمن هم ثابت شي بايد خلکو باندې دوه ډوزه وکارول شي، يعنې اسټراليا کې به يوازې ۵ ميليونه کسان دا واکسين ترلاسه کوي.

د فيزر واکسين بايد منفي ۷۰ سانتي ګريد تودوخه کې وساتل شي او د ياد واکيسن ليږد او ساتنه له ځانسره ننګونې لري.

اسټراليا کې طبي پوهان وايي، اسټراليا حکومت لخوا له ځينو واکسين جوړولو کمپنيو سره قرارداد ډير اغيزمن ګام وه.
داروشناسی در حال تحویل‌گیری نخستین محموله واکسین کرونا در شفاخانه‌ای در لندن.
The Pfizer/BioNTech vaccine must be kept at very cold temperatures. Source: Getty
اسټراليايان واکسين کيدو په اړه څه نظر لري؟

د واکسين کيدو کمپاين برياليتوب دې پورې اړه لري چې عام خلک يې په اړه کافي اندازه معلومات ولري.

 اسټراليايي ډاکټران وايي، د کرونا ويروس وبا رامينځته کيدو سره ډير ناسم معلومات خپاره کيدل چې اوس هم کيږي ولې اوس واکسين په اړه ډير ناسم معلومات خپاره کيږي چې دا هم يوه لويه ستونزه ده.

نومبر مياشت کې د اسټراليا ملي پوهنتون له ۳۰۶۱ عامو اسټراليايانو څخه د کرونا ويروس واکسين اخيستلو په اړه پوښتنې وکړې. ۵۸.۵ سلنه له اسټراليايانو څخه ويلي ول چې دوی د ياد واکسين اخيستل غواړي بيا ۶ سلنه د نه اخيستلو نظر شريک کړی وه.

اسټراليا کې د کرونا ويروس واکسين په اړه څه وخت معلومات شريک کيږي؟

د اسټراليا حکومت وايي، د ۲۰۲۱ کال جنوری مياشت کې به د واکسين تطبيق پلان له عامو اسټراليايانو سره شريک شي.

 

اسټراليا کې خلک بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي.

خپل د سيمې حالت وڅارئ او نوو محدوديتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

که تاسې زکام ورته نښې لرئ نو د کرونا ويروس معاينه وکړئ.

کرونا ويروس په اړه په ۶۳ ژبو معلومات لدې ويبپاڼې ترلاسه کولی شئ.

خپل ايالت او سيمې حالت لدې لينکونو له لارې معلوم کړئ.


شریکول
خپور شوی 21/12/2020 په 5:36pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:09pm
لخوا Amelia Dunn, Marcus Megalokonomos