د سيلانيانو پر مخ به د اسټراليا پولې د فبروری مياشت له ۲۱ نيټې څخه پرانيستل شي

د اسټراليا پولې بشپړ واکسين شوو سيلانيانو پر مخ پرانيستل کيږي. له تيرو دوو کلونو راهيسې د اسټراليا پولې سيلانيانو پر وړاندې تړل شوې وې.\

Prime Minister Scott Morrison speaks to the media during a press conference in Canberra.

Prime Minister Scott Morrison speaks to the media during a press conference in Canberra. Source: AAP

د اسټراليا لومړي وزير نن اعلان وکړ چې له روانې مياشتې ( فبروری) له ۲۱ نيتې څخه به بشپړ واکسين شوي سيلانيان وشي کولی اسټراليا ته سفر وکړي.

د اسټراليا پولې به له دوو کلونو ځنډ وروسته يو ځل بيا د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شي، د اسټراليا لومړی وزير وايي، مونږ نړۍ ته يو ځل بيا ښه راغلاست وايو، او د پولو پرانيستل اسټراليا لپاره يوه بله ستره لاسته راوړنه ده.

دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۰ مارچ مياشت کې اسټراليا نړۍ پر وړاندې خپل پولې وتړلې او ډيره کې يې دا هيواد د کرونا ويروس له خطرناکو څپو وژغوره.

لدې وړاندې تير کال ډيسمبر مياشت کې د اسټراليا حکومت نړيوالو زده کوونکو، مهاجرو او هم کاريګرو پر وړاندې خپل پولې پرانيستې وې، ولې اوس سيلانيانو پر وړاندې هم پولې پرانيستل کيږي.

بهر څخه راتلونکي کسان اړ دي ترڅو خپل واکسين کيدو سند وړاندې کړي او که چيرې طبي دلايلو له وجې واکسين شوي نه وي نو هغه سند هم بايد وړاندې شي.

اسټراليا کې له تيرو دوو کلونو راهيسې سياحت برخه ډيره اغيزمنه شوې او له پولو پرانيستې سره تمه کيږي چې ياده برخه پر خپلو پښو ودريږي.


شریکول
خپور شوی 7/02/2022 په 4:01pm
لخوا Tom Stayner
سرچینه: SBS News, SBS Pashto