اسټراليايانو خبرداری ورکړل شول چې د اسټراليا پولو پرانيستې سره به په اونۍ کې د کرونا ويروس ۱۰۰۰ پيښې ريکارډ کيږي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کيږي چې نيو ساوت ويلز ايالت کې يوې ۴۰ کلنې ميرمنې د کرونا ويروس واکسين اخيستلو وروسته مړه شوه.
د يادې ميرمنې واکسين او د وينې ټينګيدو پيښې پلټنه روانه ده.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن پر اسټراليايانو غږ وکړ چې له وخت څخه مخکې دې نام ګومان نه کوي ځکه د واکسين څخه رامينځته کيدونکو پيښو پلټنه کيږي او لا ډير معلومات به د ايالتي حکومتونو لخوا شريک شي.
له هغه وروسته چې د استرا زينيکا واکسين له وجې د انسان بدن وينې ټينګيدو پيښو پخلی وشو، د اسټراليا دولت له ۵۰ کلونو کم عمره کسانو باندې د ياد واکسين کارولو بنديز ولګاوه.
د اسټراليا دولت چې ډيره کې په استرا زينيکا واکسين تکيه وه او پدې وروستيو کې د ياد واکسين له امله په ځينو کسانو کې روغتيايي ستونزې پيدا شوې، اوس دولت کوښښ کوي چې نورو کمپنيو څخه واکسين ترلاسه او ژر يې پر اسټراليايانو وکاروي.
د اسټراليا دولت لخوا يوازې پر يو واکسين ډيره کې تکيه کولو له وجې اوس دولت نشي کولی لهو ژمنې سره سم سږ کال اوکتوبر مياشت پورې ټولو اسټراليايانو ته لږ تر لږه يو ډوز واکسين ورکړي.
لدې وړاندې اسټراليايي هوايي شرکتونو پلان درلود ترڅو اوکتوبر مياشت څخه نړيوالې الوتنې يو ځل بيا پيل کړي.
د اسټراليا لومړي وزير 6PR راډيو سره خبرو پر مهال وويل، " که چيرې مونږ خپل سرحدونه پرانيزو ترڅو خلک له بهر څخه راشي، نو بيا د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې ډيروالی راځي.
" اسټراليايان بايد په اونۍ کې د زرګونو نوو پيښو پيدا کيدل ومني."
ښاغلي موريسن وويل، حکومت پلان لري ترڅو هغو کسانو ته لومړيو کې د سفر کولو اجازه ورکړي کوم چې اسټراليا کې واکسين شوي اوسي.
" زمونږ لومړۍ هدف دادی چې مونږ هغو اسټراليايانو لومړی د سفر کولو اجازه ورکړو کوم چې واکسين شوي اوسي او مهمو کارونو لپاره له اسټراليا څخه بهر سفر کوي. دويم داچې له اسټراليا څخه بهر ميشتو هغو اسټراليايانو ته به له قرنطين پرته اسټراليا ته داخليدو اجازه ورکړل شي کوم چې واکسين شوي اوسي."
ښاغلی موريسن وايي، لومړی ډله واکسين شوي اسټراليايان چې سفر کوي د هغوی معلوماتو ترلاسه کولو وروسته چې ايا دا کار سم دی او که نه له هغه وروسته بيا نورو اسټراليايانو ته د سفر کولو اجازه ورکول کيږي.
د اسټراليا د طبي ټولنې مشر ډاکټر عمر خورشيد وايي، اسټراليا نشي کولی يوازې خپل سرحدونو تړلو سره له کرونا ويروس څخه لرې اوسي، که چيرې اسټراليايان په وخت واکسين نشي، اسټراليا به يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې راشي.
د روان کال وروستيو کې د واکسين کولو ستر مرکزونه جوړيږي چيرې چې د فايز او نوا واکس واکسين اسټراليا ته ورکول کيږي.
د اسټراليا د حکومت مخالف ګوند مشر انتوني البنيزي پر لومړي وزير نيوکه کوي او وايي، د کرونا ويروس واکسين چارو پر مخ اچولو کې پاتې راغلی.
د روان کال فبرورۍ مياشت څخه تر دې دمه ۱.۳ ميليونه اسټراليايان واکسين شوي چې دا شمير د اسټراليا دولت لخوا ټاکل شوي رقم څخه ډير ټيټ دی.