د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن رسنيو ته وويل، اسټراليايان به راتلونکې مياشت د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کړي او اسټراليا کې به د واکسين کيدو لړۍ رسمآ پيل شي.
ښاغلي موريسن وويل، د اسټراليا درملو تنظيم اداره به د فايزر واکسين په اړه ټول معلومات تر جنوری مياشت نيمايي ترلاسه کړي.
" د کرونا ويروس واکسين طی مراحل ډيرې چټکۍ سره پر مخ وړل کيږي ولې دا پدې معنی هم نده چې د ازمايښت مهمې برخې له پامه وغورځول شي."
د اسټراليا حکومت لخوا د يو بل واکسين استرا زينيکا منظوري د فبروری مياشت تر پايه ورکول کيږي.
ښاغلي موريسن وويل، د نړيوال پروټوکول له مخه د فايزر واکسين منظوری وروسته بايد دوو اونيو کې ياد واکسين يو هيواد ته واستول شي.
د فايزر واکسين ليږد برخه کې ځيني انديښنې شته ځکه ياد واکسين بايد -۷۰ تودوخه کې وساتل شي او له توليد وروسته يوه اونۍ کې بايد ياد واکسين وکارول شي.
د فايزر واکسين دويم ډوز بيا دوو اونيو څخه ۴ اونيو ترمينځ کارول کيږي.
اسټراليا کې د روغتون کار کوونکي، هوايي ډګر کار کوونکي، زړو کسانو او معلولينو پالونکي او زاړه کسان به لومړني کسان وي چې د کرونا ويروس واکسين ترلاسه کوي.
ښاغلي موريسن وويل، تمه لري ترڅو اسټراليا کې هره اونې ۸۰،۰۰۰ کسان واکسين شي.
اسټراليا کې تر مارچ مياشت پای پورې ۴ ميليونه کسان واکسين کيږي.