د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن لخوا اسټراليا کې د بايو سکيوريټي تر نامه لاندې بيړنۍ حالت اعلان شو کوم چې حکومت ته لا ډير واک په لاس کې ورکوي ترڅو د کرونا کنټرول لپاره له بيلابيلو لارو کار واخلي.
اسټراليا کې دا مهال پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۵۶۵ تنو ته ورسيد، يواځې د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې ۳۰۷ کسان پر کرونا مبتلا شوي.
بله خوا د اسټراليا حکومت ته واک ورکړل شوی ترڅو وشي کولی د د کرونا مخنيوي لپاره د خلکو آزادي او هم خوښې خلاف ګام پورته کړي.
د بيړني حالت دا قانون په کال ۲۰۱۵ کې رامينځته شو او اوس لومړي ځل لپاره عملي کيږي.
د بايو سکيوريټي قانون څه شی دی؟
بايو سکيوريټي قانون اصل کې د قرنطين قانون ورته دی او له تيرو سلو کلونو راهيسې د نړۍ ځينو هيوادو کې پلي کيږي.
د اسټراليا حکومت همدې قانون لاندې پر ټولو اسټراليايانو بنديز ولګاوه ترڅو له اسټراليا څخه بهر د نړۍ هيڅ هيواد ته سفر نشي کولی.
دا قانون اسټراليايانو لپاره څه معنی لري؟
د ياد قانون له مخه له اسټراليا څخه بهر سفر کولو باندې بنديز، له ۱۰۰ ډير کسان په يو بند ځای کې نه راټوليدل او په خلاصو ځايو کې له ۵۰۰ ډير کسانو نه راټوليدل، دا ټول هغه نوي بنديزونه دي چې د همدې قانون له مخه پر اسټراليايانو لګول شوي.
اسټراليا کې د روغتيا وزير واک لري ترڅو خلک قرنطين کړي، يا يې يوې سيمې او ځای کې بند وساتي او ځيني ودانۍ وتړي.
که چيرې اسټراليايان له نوو قوانينو او محدوديتونو څخه سر غړونه وکړي نو د حکومت لخوا کيدای شي ۵ کلونو لپاره زنداني شي او پرې درنې جريمې ولګول شي.
ځينو حالاتو کې که کوم کس ته د قرنطين کولو ويل شوي وي او ياد کس لدې څخه سر غړونه وکړي نو تر ۵۰،۰۰۰ ډالرو جريمه کيږي.
دا نوي تدابير او سخت قوانين دريو مياشتو لپاره وړاندې کيږي ولې ددې امکان شته چې دا لا نورې ډيرې مودې لپاره وغځول شي.
د اسټراليا لومړي وزير وويل، دا تدابير کيدای شي تر ۶ مياشتو پورې دوام وکړي.
که تاسې ګومان کوئ چې کرونا وايروس لرئ، خپل ډاکټر ته ټليفون وکړئ او مخکې له ټليفون کولو څخه خپل ډاکټر ته مه ځئ.
تاسې د کرونا وايروس ملي شميرې ده په ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې باندې ټليفون وکړئ او مشوره ترلاسه کړئ.
که چيرې ساه تنګي لرئ نو ۰۰۰ شميرې ته زنګ ووهئ.