د اسټراليا ويکټوريا ايالت يو ځل بيا د کرونا ويروس لمن کې دی او هره ورځ ياد ايالت کې نږدې ۵۰۰ نوې پيښې ثبت کيږي.
ويکټوريا کې خلک کورنو کې بند دي او يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلو اجازه لري، بله خوا د شپې ۸ څخه تر سهار ۵ بجو پورې ملبورن ښار کې ګرځبند دی او خلک له کوره بهر وتلو اجازه نه لري ولې يوازې ضروري کارونو لپاره دوی له کوره بهر وتلی شي.
ويکټوريا ايالت کې حالت خرابيدو سره نيو ساوت ويلز ايالت له ستر خطر سره مخ دی او ډير کار پوهان اټکل کوي چې نيو ساوت ويلز کيدای شي د کرونا ويروس دويمې څپې سره مخ شي.
ويکټوريا ايالت د مخ ماسک کارول جبري ده او هر څوک چې له ماسک پرته بهر وليدل شي د پوليسو لخوا جريمه کيږي.
ويکټوريا ايالت وروسته نيو ساوت ويلز کې هره ورځ لسګونه پيښې ثبت کيږي، ولې د ډيرو محدوديتونو لرې کولو سره ياد ايالت اوسيدونکو ته د بيدارۍ خبرداری ورکړل شوی.
د اسټراليا طبي ټولنې نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکو څخه غوښتي ترڅو دې هر وخت کې په عامه ځايونو کې د مخ ماسک وکاروي.
د نيو ساوت ويلز ايالت له خلکو د ماسک کارولو غوښتنه کوي ولې دا غوښتنه جبري نده معنی داچې له اوسيدونکو جدي شکل سره د ماسک کارولو غوښتنه کيږي او که څوک يې نه کاروي نه جريمه کيږي.
نيو ساوت ويلز ايالت کې د خلو ترمينځ د کرونا ويروس ليږد پيښو ليدل چارواکي انديښمن کړي.
د نيو ساوت ويلز ايالت صدراعظمې له ځوانانو غوښتي ترڅو دې خپل ټولنيز ژوند کې له احتياط څخه کار واخلي، دا غوښتنه له هغه وروسته مطرح کيږي چې نيو کاسل سيمه کې يو ځوان چې پر کرونا ويروس اخته وه د يو سپورتي لوبې ليدو وروسته ۶ نورو الکهولو څښلو ځايو ته تللی.
يادو ځايونو ته تللو خلکو څخه د ځانونو قرنطين کولو غوښتنه شوې.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې ويکټوريا ۴۵۰ او نيو ساوت ويلز ۱۱ نوې پيښې ثبت کړي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.
په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[].
که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.
د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: