د اسټراليا سنا مجلس ته د مهاجرت ادارې چارواکو راپور ورکولو سره ويلي، اسټراليا لخوا افغانانو لپاره ۳۰۰۰ اعلان شوو ويزو څخه تر اوسه کومه ويزه نده ورکړل شوې.
اسټراليايي ويزې ترلاسه کولو لپاره د افغانانو غوښتنليکونه ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دي او دا مهال ۳۲۰۰۰ غوښتنليکونه ترلاسه شوي چې پکې شاملو کسانو شمير ۱۵۰ زرو تنو ته رسيږي.
د مهاجرت اداره وايي، په تيرو ۳ مياشتو کې ۳۲،۰۰۰ غوښتنليکونه ترلاسه شوي او حتی په يوه اونۍ کې ۱۰،۰۰۰ غوښتنليکونه هم ترلاسه شوي.
د طالبانو واکمنۍ سره سم زرګونه افغانان اسټراليا ته له لنډمهالو ويزو سره راغلي او تر اوسه چاته دايمي ويزه نده ورکړل شوې.
د اسټراليا حکومت افغانانو لپاره ۳۰۰۰ بشري مرستو دايمي ويزې ځانګړې کړي ولې سنا مجلس ته د مهاجرت وزارت مرستيال David Wilden ويلي، لا تر اوسه له يادو بشري ويزو چې دايمي ويزې دي چاته ندي ورکړل شوي.
“مونږ لا تر اوسه چاته د ساتنې (protection) ويزه نده ورکړې او اوس داسې موقف کې هم نه يو چې چاته داسې ويزه ورکړو.“
: A parliamentary inquiry hears that the Federal Government is yet to issue any of the initial 3,000 humanitarian visas for Afghans fleeing the Taliban.
د اسټراليا سنا مجلس افغانستان جګړه کې د اسټراليا برخه اخيستل او افغان پناه غوښتونکو ته د اسټراليا ويزې ورکړه پروسې بشپړه پلټنه کوي.
بله خوا هغه افغانان چې له ۴۴۹ ويزو سره اسټراليا ته راغلي د هغوی ويزو مودې غځولو پريکړه شوې او ۱۲ مياشتو لپاره به د يادو ويزو موده غځول کيږي.
يادو افغانانو سره به يو لړ ميشتيدنې برخه کې مرستې هم کيږي.