دا مهال نږدې ۴۰ زره اسټراليايان بهر بند پاتې او کوښښ کوي ترڅو خپل وار رارسيدو سره بيرته اسټراليا ته راشي.
اسټراليا هر يو ايالت ځانته چلا تګلار لري د کوم له مخه چې هره اونۍ په ټاکل شوي شمير اسټراليايانو ته اجازه ورکوي ترڅو بيرته اسټراليا ته راشي.
کوينزليند او ويکټوريا ايالت چې له بهر څخه راتلونکو اسټراليايانو قبلولو شمير يې يو وخت صفر ته رسيدلی وه د نن ورځ کابيني ناستې وروسته ياد ايالتونه به هم ډير شمير بهرني مسافر قبلوي ترڅو يادو ايالتونو هوټلونو کې قرنطين مودې تيرولو وروسته بيرته ټولنې ته خوشې وي.
دا مهال سلګونه افغانان او پښتانه په افغانستان او پاکستان کې بند پاتي او کوښښ کوي ترڅو بيرته اسټراليا ته راشي.
د روان کال پيل کې کله چې برزبن ښار کې د کرونا ويروس انګلستان بڼه يا شکل وموندل شو له يادې پيښې سمدستي بهرنيو هيوادونو څخه د اسټراليايانو راتګ شمير نيم شو.
د فبروری مياشت ۱۵ نيټې وروسته به جنوبي اسټراليا په اونۍ کې ۵۳۰ او ويکټوريا ۱۳۱۰ مسافر خپلو ايالتونو کې قبلوي.
د اسټراليا کابينې نن ورځ ناسته کې د وزيرانو ترڅنګ د ټولو ايالتونو مشرانو هم ګډون کړی وه او په اسټراليا کې بهر څخه راغلو مسافر هوټل کې قرنطين کيدو تګلارې ته کتنه وشوه.
لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، له بهر څخه د بند پاتې اسټراليايانو بيرته اسټراليا ته راوستل د حکومت لومړيتوبونو څخه دی.
"ايالتونه د هوټل قرنطين تدابيرو لا ښه کيدو باندې کار کوي."
د کرونا ويروس وبا پيليدو څخه تر اوسه ۲۱۱،۰۰۰ اسټراليايان له بهر څخه اسټراليا ته راغلي ولې بله خوا ۴۰،۰۰۰ لا اوس هم بهر کې بند پاتې دي.
له بهر څخه راغلي نږدې ټول مسافر هوټلونو کې قرنطين مودې تيرولو وروسته بيا ټولنې ته خوشې شوي دي.
ښاغلي وويل، " هر څه بدليدو حال کې دي او مونږ هم له بدلون سره ځان پوه کوو ترڅو مونږ هم اسټراليا کې مثبت بدلون راوړو."
ښاغلي موريسن وويل، د مسافرو په هوټلونو کې قرنطين سيسټم ډير اغيزمن ثابت شوی ترڅو اسټراليايي ټولنه کې د کوويډ-۱۹ خپريدو مخه ونيول شي. سره لدې چې اسټراليايي ټولنه کې د کرونا ويروس پيښې لږې ثبت کيږي ولې بيا هم اړتيا ده ترڅو دا سيسټم پر ځای وساتل شي.
د اسټراليا د حکومت مخالف ګوند يا ليبر بيا پر حکومت غږ کوي ترڅو دې ايالتونو کې د هوټل قرنطين مسوليت پر غاړه واخلي او حکومت دې اداره کړي.
نن په ټول اسټراليا کې د ټولنې غړو ترمينځ د کوويډ-۱۹ مثبت پيښه نده ثبت شوې.
ټول اسټراليا کې يوازې ۹ کسان کوويډ-۱۹ لپاره روغتون کې تر درملنې لاندې دي او هيڅ يو عاجلې څانګې کې درملنه نه ترلاسه کوي.