آسټرالیا له ایراني چارواکو غوښتي چې د اسرايیلو پر ضد پوځي اقدام ونه کړي

په داسې حال کې چې د ایران لخوا پر اسرايیلو د برید د احتمال په اړه نښې نښانې لیدل کېږي. د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي چې هغې په ایران کې له خپل سیال سره خبرې کړې دي او له دغه هېواده یې غوښتي چې "تاوتریخوالی کې مرسته ونه کړي".

A group of people holding photos and banners of Iranian Revolutionary Guard Corps members killed in a strike in Syria

A top Iranian general and six other Iranian military officers were killed in an airstrike on Iran's embassy compound in Damascus earlier this month. Source: AAP / Hossein Beris / PA / Alamy

آسټرالیا له ایران څخه غوښتي چې زغم وښيي او په منځني ختیځ کې د جګړې له زیاتېدو ډډه وکړي.

د روانې اونۍ په پیل کې په دمشق کې د ایران پر سفارت په یوه هوايي برید کې یو لوړ پوړی ایرانی جنرال او شپږ نور ایراني پوځي افسران ووژل شول. ګمان کېږي چې یاد برید د اسراییلو د جنګي الوتکو لخوا ترسره شوی او ایران ویلي چې د برید غچ اخلي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای دغه برید د ایران پر خاوره د برید په څېر بللی او ویلي یې دي چې اسراییل باید مجازات شي.
د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پیني وانګ په یوه بیان کې چې تیره شپه په اکس پاڼه خپور شوی ویلي چې "د هغو نښو نښانو له امله ژوره اندیښمنه ده چې ایران د اسراییلو په وړاندې پوځي اقدام ته چمتووالی نیسي".

وانګ ویلي چې هغې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره خبرې کړي او له ایرانه یې غوښتي چې "په سیمه کې له خپل نفوذ څخه د ثبات د ټینګولو لپاره کار واخلي، نه د کړکېچ د رامنځته کولو لپاره".
آسټرالیا له بریټانیا، روسیې او جرمني سره یو ځای د زغم غوښتنه کوي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د پنجشنبې په ورځ ویلي چې امیرعبداللهیان ته یې دا روښانه کړې چې ایران باید منځنی ختیځ یوې پراخې شخړې ته ونه لېږي.

کامرون پر اکس پاڼه لیکلي: "زه د غلطې محاسبې د احتمال په اړه ژور اندیښمن یم چې د تاوتریخوالي لامل کیږي."
د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت د ایران پلازمېنې تهران ته د خپلو الوتنو ځنډول غځولي او روسیې منځني ختیځ ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک پر امیرعبداللهیان غږ کړی چې د لا زیات کړکېچ د مخنیوي لپاره دې "له اعظمي زغم" څخه کار واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته ویلي چې منځني ختیځ ته په ځانګړې توګه اسراییل، لبنان او فلسطیني سیمو ته سفر ونکړي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین تانیاهو ویلي چې اسراییل په غزه کې خپله جګړه پرمخ وړي خو په نورو ځایونو کې امنیتي تیاری نیسي.

هغه د هوايي ځواک له یوې اډې څخه تر لیدنې وروسته په خپرو شویو څرګندونو کې ویلي: "څوک چې موږ ته زیان رسوي."
A man looking serious
Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu said his government was "prepared to meet all of the security needs of the state of Israel". Source: AAP / Pool/ABACA/PA/Alamy
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 12/04/2024 په 3:52pm
سرچینه: AAP, SBS