د اسټراليا پولې نن پرانيستل شوې او د سيلانيانو راتګ پيل شو

د اسټراليا پولو تړلو دوران کې کاروبارونو هره مياشت ۳.۶ ميليارده دالر تاوان سره مخ ول.

Charlotte Roempke welcomes her grand father Bernie Edmonds as he arrives at Sydney International Airport

Charlotte Roempke welcomes her grand father Bernie Edmonds as he arrives at Sydney International Airport. Source: AAP

اسټراليا له نږدې دوه کاله ځنډ وروسته خپل پولې پرانيستلې.

د کرونا وبا پيل سره اسټراليا يو له هغو هيوادونو ځخه وه چې ياد ويروس خپريدو مخنيوي لپاره يې تر ټولو سخت تدابير رامينځته او خپل پولې يې د ۲۰۲۰ کال مارچ مياشت څخه وتړلې.

لومړي وزير سکاټ موريسن پرون خبريالانو سره خبرو کې وويل، چې د انتظار موده ختمه شوه او پولې پرانيستل شوې.

ښاغلي وويل پر سيلانيانو غږ وکړ ، " خپل بکسونه وتړئ، او هير مو نشي چې له ځان سره پيسې راوړی ځکه اسټراليا کې ډير شيان دي چې پرې پيسې مصرف کولی شئ."



نن سهار شپږ بجې د امريکا له لاس انجلس ايالت څخه مستقيم پرواز سيدني ښار ته ورسيد.

له توکيو ونکور او سنګاپور څخه هم پروازونه په لار دي.

د اسټراليا سياحت وزير ډان تيهان چې اسټراليا ته راغلو سيلانيانو هرکلي لپاره هوايي ډګر ته تللی وه وويل، اسټراليا لپاره او هم سيلانيانو لپاره دا د خوښی ځای دی.
ښاغلي زياته کړه، د اسټراليا سياحت برخه کې ۶۶۰،۰۰۰ کسان په کار بوخت دي او د پولو پرانيستل ټولو لپاره ښه زيرۍ دی.

په پام کې ده چې د اسټراليا پولو پرانيستې سره ۵۶ پروازونه رسيدو حال کې دي ولې که دا شمير بيا د کرونا وبا څخه مخکې سره پرتله شي نو ډير لږ دی.

اسټراليا د ۲۰۲۰ کال مارچ مياشت څخه د ټولو پر وړاندې پولې تړلې ولې او يوازې خپل تبعه او اوسيدونکو ته يې داخليدو اجازه ورکوله.

بله خوا د اسټراليا ملي هوايي شرکت کانتاس مشر الان جويس وايي، د حکومت د پولو پرانيستې اعلان سره د ټکټونو پيرل ډير شوي.


شریکول
خپور شوی 21/02/2022 په 1:20pm
اپډیټ شوی 21/02/2022 په 1:28pm
سرچینه: AAP, AFP, SBS