د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د ۲۷۰ نوو پيښو ثبت کولو سره اوس اسټراليا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمير له ۱۰ زرو څخه لوړ شو.
تيرو ۲۴ ساعتونو کې دوه نورو اسټراليايانو کويډ۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې لدې سره تر دې دمه ۱۱۰ اسټراليايانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي.
ويکټوريا ايالت کې پرون ۱۷۷ پيښې ثبت شوې او له هغې مخکې پينځو ورځو دوران کې هره ورځ له ۲۰۰ ډيرې پيښې ثبت کيدلی.
تيرو ۲۴ ساعتنو کې ۲۷۰ نوې پيښې يو ځل بيا ش روغتيا برخې چارواکو انديښنې راوپارولې، ځکه د ډيرو نوو اخته شوو کسانو د ويروس اصل منبع معلومول ګران کار دی.
ويکټوريا ايالت کې يوه ښځه او سړی چې د دواړ عمرونه ۸۰ کلونو څخه ډير ول کويډ۱۹ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اسټراليا چيف ميډيکل افيسر ماکل ټيډ د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، اسټراليا کې د کرونا ويروس وبا له پيل راهيسې ۱۰،۲۵۱ پيښې ثبت شوي.
که چيرې اسټراليا کې پر کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير ته وکتل شي نو حال داچې نړۍ کې له ۱۳ ميليونو کسانو ډير پر ياد ويروس مبتلا دي اسټراليا کې اوس هم ياد ويروس خپريدل کابو بريښي.
د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوز خبريالانو سره خبرو دوران کې وويل، ويکټوريا ايالت کې هره ورځ ډير شمير کسان پر کرونا ويروس اخته کيږي او دا ډير ستونزمنه ده ترڅ د هر کس ورځنی ژوند، نږدې ملګري او يا هم دا چې ياد کس به کومو ځايون ته تللی وي او يا له چا سره به نږدې شوې وي، ددې ټولو معلومول ګران کار دی.
ښاغلي انډريو وويل، شاوخوا ۲۰۰ ډاکټران، د اسټراليا ۱۰۰۰ ملي پوځيان، او د Jetstar,Medibank,Telstra, Qantas بې کاره شوي کار کوونکي به هم په کار ګومارل کيږي ترڅو د کويډ-۱۹ نوو پيښو اړيکو پلټنه وکړي.

Victoria records 238 new coronavirus cases as Daniel Andrews warns of more restrictions Source: AAP
ښاغلي انډريوز د ويکټوريا پر ټولو اوسيدونکو غږ وکړ، که چيرې دا کسان د زکام ورته نښې په ځان کې ګوري نو هرو مرو دې د کويډ۱۹ معاينه وکړي.
بله خوا نيو ساوت ويلز ايالت د کويډ-۱۹ ۱۳ نوې پيښې ثبت کړې او يادو پيښو څکه ۱۰ يې يوازې هغه هوټل پورې تړلي دي کوم چې چې يو کس تر دې دمه ۲۸ کسان پر کرونا ويروس اخته کړي.
د کوينزليند ايالت د سيدني ښار Liverpool او هم Campbelltown واړه ښارګوټي د کرونا ويروس مرکز وګڼل او د يادو سيمو اوسيدونکو ته کوينزليند ته داخليدو اجازه نه ورکول کيږي.