اسټراليا په يوه ورځ د کرونا ويروس ۳۷،۰۰۰ نوې پيښې ثبت کړې

اسټراليا کې ورځ تر بلې په کرونا ويروس ويروس اخته کسانو شمير ډيريږي، د روغتيا پوهان وايي، راتلونکو ورځو کې به دا شمير څو وارې ډير وي. بله خوا د اسټراليا لومړی وزير وايي، لدې وروسته به اسټراليا کې پر خلکو په کورونو کې بند پاتې کيدو بنديز ونه لګول شي.

Health workers conduct COVID-19 tests at the Bondi Beach testing clinic on 28 December, 2021 in Sydney.

Health workers conduct COVID-19 tests at the Bondi Beach testing clinic on 28 December, 2021 in Sydney. Source: Getty

اسټراليا کې له څو ورځو راهيسي د کرونا ويروس زرګونو پيښو ثبت وروسته د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن له اسټراليايانو غوښتي ترڅو دې ارام پاتې شي او ورخطايي نه کوي.

د کرونا ويروس وبا له پيل راهيسې په اسټراليا کې لومړي ځل لپاره په يوه ورځ کې  ۳۷،۰۰۰ نوې پيښې ثبت شوي او روغتون کې بستر شوو ناروغانو شمير کې هم ډيروالی تر سترګو کيږي.

دا مهال ټول اسټراليا کې ۲۰۰۰ کسان کوويډ-۱۹ له امله په روغتون کې بستر دي.

يوازې نيو ساوت ويلز ايالت کې له ۱۲۰۰ څخه ډير کسان روغتون کې درملنې لاندې دي بله خوا د روغتيا برخې ۲۵۰۰ کسان کوويډ-۱۹ له امله په کورونو کې ځانونه قرنطين کړي چې لدې سره په روغتيا سيسټم فشار ډير شوی.

۲۰۲۲ کال کې د کرونا وبا ختميدلی شي

د روغتيا نړيواله اداره وايي، ۲۰۲۲ کال کې د کرونا وبا له مينځه تللی شئ.

بله خوا د روغتيا او هم وباوو برخې پوهان وايي، لکه ځينو نورو وباوو د کرونا ويروس وبا ختميدل شوې ده ولې ويروس به د انسانانو په مينځ کې پاتې وي او لکه زکام ورته دا به هم انسانان ناروغه کوي، ولې د وبا له حالت څخه به بهر کيږي.

ډير دا اټکل کوي چې ۲۰۲۲ کال کې نړۍ نورمال حالت ته راګرځي او هيوادونه به نور پر خپلو خلکو بنديزونه نه لګوي، ولې يوه ويره شته او هغه داچې که د کرونا ويروس خپل بڼه بدله او يوه داسې نوې بڼه جوړه کړي پر کوم چې واکسين کار ونه کړي او هم ډير وژونکې شي بيا هغه جلا حالت دی چې تر اوسه پرې نړيواله تګلاره نده جوړه شوې.

بله خوا د کرونا ويروس درملنې لپاره اوس هم درمل کارول کيږي چې د مړينې مخنيوی کوي ولې د واکسين او هم درملو په برخه کې څيړنه روانه ده او اټکل کيږي ترڅو د دواړو لا غښتلي کولو سره د ويروس ځپلو کې اغيزمن ثابت شي.

داسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، د اوميکرون له امله د پيښو شمير کې ډيروالی راغلی ولې اسټراليا کې د ايالتونو روغتيايي سيسټم له فشار څخه وتلی شي.

د اوميکرون ويروس بڼې په اړه ويل کيږي چې خلک ډير شديد نه ناروغه کوي او همدا وجه ده چې اسټراليا کې د زرګونو پيښو شتون سره بيا هم ۱۴۸ کسان عاجلې څانګه کې درملنې لاندې دي او ۵۱ کسان بيا وينتيلاتورونو باندې دي.
PM Scott Morrison
PM Scott Morrison. Source: AAP Image/Dan Himbrechts
ښاغلی سکاټ موريسن وايي، د کرونا ويروس نوې بڼه يعنې اوميکرون له ډلټا څخه ۷۰ سلنه کمزورې ناروغي رامينځته کوي.

د اسټراليا لومړی وزير په خپل له هغه وروسته خپل روغتيايي حالت څاري چې په کرونا ويروس يو اخته خبريال د نوموړي رسنيز کنفرانس کې ګډون کړی وه او وروسته نوموړي کې ويروس تائيد شو.


شریکول
خپور شوی 3/01/2022 په 6:21pm
سرچینه: SBS News