نن سهار د اسټراليا ملي رسنۍ ABC خبر خپور کړ او د اسټراليا بهرنيو چارو وزيرې له خولې وويل شول چې اسټراليا پلان لري ترڅو بيرته افغانستان ته وګرځي.
د اسټراليا لومړي وزير نن غرمه افغانستان ته د اسټراليا ماموريت بيرته ستنيدل تاييد کړل.
امنيتي څيړونکي پدې اند دي چې اسټراليا دې بيرته افغانستان کې ژر خپل حضور پيدا کړي ترڅو د طالبانو بيرته راپيدا کيدل وڅاري.
د ABC شبکې رپوټ له مخه د اسټراليا حکومت به افغانستان کې خپل حضور په څوو پړآونو کې ترسره کړي.
له افغانستان څخه د اسټراليا وروستی پوځي او هم ديپلومات د جون مياشت پر ۱۸ نيټه له افغانستان څخه بهر شول.
دا مهال طالبان د افغانستان د ۴۲۱ ولسواليو څخه د نږدې ۲۰۰ نيولو ادعا کوي چې ډيري د يادو ولسواليو د افغانستان شمال کې موقيت لري.
د طالبانو پلازمينې کابل ته نږدې کيدو ترڅنګ دا ويره هم شته چې ګواکې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
د طالبانو وروستي بريدونه دا سوالونه رابرسيره کړي چې د يادې ډلې قدرت ته رسيدل به بشر حقونو، په ځانګړي ډول ښځو حقونو او تعليم ته څه معنی ولري.
د اسټراليا ډيکين پوهنتون څخه امنيتي چارو کار پوه ګريګ بارټون وايي، اسټراليا بايد بيرته جنګ ځپلي افغانستان ته ستون شي.
“هلته حقيقت کې اړتيا ده، افغانستان کې چې هر څه پيښ شي هغه به د اسټراليا او نړۍ کې ترهګرۍ ضد پلان او کړنو باندې خپل اغيز وشيندي.“
“افغانستان کې چې هرڅه پيښ شي د يادو پيښو او حرکتونو اغيزې به پر ټولې نړۍ وي.“
د اسټراليا حکومت په پام کې لري چې لومړي پړاو کې افغانستان ته خپل استخباراتي ډله د حالت له نږدې څآرنې لپاره واستوي.
ښاغلی بارټون وايي، “ کابل ته د استخباراتو استول به له اسټراليا سره مرسته وکړي ترڅو له حالت څخه له نږدې خبر شي او بل داچې د هغوی حضور څخه به افغان دولت ته ډيره ګټه ورسيږي.“
د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، “ افغانستان کې د اسټراليا بيرته حضور پيدا کولو موضوع يې د نړۍ ۷ سترو اقتصاد لرونکو هيوادونو G7 سره شريکه کړې، او د هغوی په سلا او مشورې اسټراليا بيرته افغانستان کې حضور پيدا کوي.“
امنيتي کار پوهان وايي، د ټولو نړيوالو ځواکونو وتلو سره د افغان امنيتي ځواکونو پر مورال منفي اغيز شيندلی شي او له ټيټ مورال سره د طالبانو مخه نيول ستونزمنه کيږي.
اسټراليا به لومړي قدم کې خپل استخباراتي ډله د امريکا CIA په اډه کې ځای پر ځای کړي.
د اسټراليا ديپلوماتان به د سفارت بيرته پرانيستلو پورې د امريکا او يا انګلستان په سفارت کې ځای پر ځای شي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، افغانستان کې د اسټراليا سفارت بيرته پرانيستل به امنيت پورې تړلې وي.
د اسټراليا حکومت پخواني افغان کار کوونکي
د اسټراليا حکومت په پام کې لري ترڅو ځانګړو پرازونو کې په افغانستان کې بند پاتې ژباړونکي او خپل پخواني کار کوونکي اسټراليا ته راولي.
حکومت د ياد پلان نور جزيات ندي شريک کړي.
ت اوسه ځانګړو پروازونو له لارې له افغانستان څخه ۲۵۲ پخواني افغان کار کوونکي چې پکې ژباړونکي هم شامله دي اسټراليا ته راوستل شوي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، “مونږ پدې برخه کې خپل کار سرعت ګړندی کړی او پاتې افغان کار کوونکو راتګ طی مراحل ته لومړيتوب ورکول کيږي.“