د آسټرالیا هېواد په تېرو ۲۹ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي بحران سره مخ شوی، آیا پوهېږئ چې روان اقتصادي بحران به پر تاسو څه اغېز ولري؟

Australia's economy has suffered its sharpest quarterly drop since the Great Depression.

Australia's economy has suffered its sharpest quarterly drop since the Great Depression. Source: AP

د آسټرالیا هېواد په تېرو ۲۹ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له اقتصادي بحران سره مخ شوی. خپرې شوې شمېرې ښيي چې د دغه هېواد په ناخالص داخلي تولید (جی ډي پي) منفي ۷ سلنه ته را ټیټ شوی..

آسټرالیا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ۲۰۰۹ کال  مالي بحران پر مهال له ستونزې سره نه وه مخ شوی. مګر د کرونا وېروس له امله د دغه  هېواد اقتصاد ته لوی زیان اوښتی او د بیکارۍ کچه هم لوړه شوې.

د آسټرالیا خزانه دار جاش فرایډنبرګ وايي، زمونږ هغه ریکارډ چې په تېرو ۲۸ کلونو کې مو په دوامداره توګه اقتصادي وده درلوده پای ته ورسېده.

د آسټرالیا نا خالص داخلي‌ تولید یا جي ډي پي؟ 

نا خالص داخلي تولید (جي ډي‌ پي ) د یوه کال په جریان کې په یوه هېواد کې د ټولو تولید شویو توکو او خدمتونو پولي ارزښت ته وايي چې د یوه هېواد د اقتصادي وضعیت معلومولو لپاره یوه معیاري اندازه بلل کېږي.

د آسټرالیا هېواد په تېرو ۲۸ کلونو کې په دوامده توګه اقتصادي وده درلوده، مګر د کرونا وېروس له امله د دغه هېواد پولې وتړل شوي او د اسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې محدودیتونه وضع شول.

د محدودیتونو له وضع کېدلو سره د لومړي ځل لپاره د روان کال په مارچ میاشت کې د آسټرالیا نا خالص داخلي تولید ۳ سلنه منفي وده درلوده.

د حکومت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د جون تر میاشتې پورې د اسټرالیا نا خالص داخلي تولید منفي ۷ سلنه  وده درلوده. تر دې وړاندې د آسترالیا ناخالص داخلی تولید په ۱۹۷۴ م کال کې منفي ۲ سلنه ته را ټیت شوی و. 

How Australia stacks up internationally 👇

— Jamie Travers (@JamieTravers)

په آسټرالیا کې اقتصادي بحران ستاسو پر ژوند څه ناوړه اغېز کولای شي ولري؟

 د وخت په تېرېدلو سره اقتصادي بحران کولای شي د ټولو آسترالیایانو پر ژوند ناوړه اغېز ولري. د کانبرا پوهنتون د سیاسي او اقتصادي علومو پروفیسور جان هاوکنز وايي،  لنډ مهال اقتصادي بحران داسې مانا لري لکه ستاسو ګاونډی چې خپل کار له لاسره ورکړي، مګر د لوی اقتصادي بحران پر مهال به تاسو هم خپل کار له لاسه ورکړئ.

audio-x-generic.png




 په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي. په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه معلومات دلته پیدا کړئ[].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Ricardo Goncalves, Jarni Blakkarly, Naveen Razik